د لاس رسي وړ اتصالات

صدراعظم پوتین په دې باور دی چې د ولسمشرۍ ټاکنۍ ګټي


ښاغلي پوټېن نن د جمعې په ورځ په مسکوکې د ورځپاڼو مدیرانو ته په خبرو کې وویل چې د تیر ډېسمبر د پارلمانی انتخاباتو په وخت د ده پر خلاف مظاهرې د هغه په قول دروسېې لپاره ډېره ښه تجربه وه. ښاغلي پوټېن له دېنه انکار وکړ چې د ډېسمبر انتخابات له دې امله چې د پراخه ټگۍ برګۍ ادعاگانو پکې وشوې، فسخ کړي. په دغو انتخاباتو کې د ویلادیمیر پوټین د متحدې روسېې په نامه گوند خپل اکثریت وساته.

د ډیسیمبر په میاشت کې لسهاو زرو کسانو د اعتراض په توگه د ښاغلي پوټېن پر حاکمیت باندی مظآهرې وکړلې.

له بل پلوه رپوټ وايی چې د ښاغلی پوټین سياسي مخالفین د جمهوري ریاست انتخاباتو ته چې دېکشنبې په ورځ به وشي ځانونه چمتو کوي. په همدی ترڅ کې مخالفې سېاسي ډلې دنورو مظاهرو لپاره هم ځانونه چمتو کوي . هغوي وايي چې دوي دیکشنبی دورځې په انتخاباتو کې هم په رایو کې د لاسوهنو توقع کوي.

که څه هم دې انتخاباتو ته څلور مخالف کاندیدان دریدلي دي، خو فکر کیږي چي د هغه هیواد ( د متحدي روسیې ) په نامه حاکم گوند چې اوسنی صدراعظم ( ویلادیمیر پوتین ) ېې مشري کوي، انتخابات وگټي، که څه هم چي د هغه او د هغه د گوند سره د زیاتو خلکو مخالفت موجود دی.

د هغه وخت را پدې خوا چي شوروي اتحاد ړنگ شوی دی، په هغه هیواد کی په بې سارې توگه ستري مظاهرې شوي دي. مظاهره چیان وایي چي دوي د دې زغم او حوصله نه لري چي ښاغلی پوتین دي شپږ یا دوولس کاله نور په دوي باندي حکومت وکړي. هغوي وایي چي ښاغلی پوتین به چي د ٢٠٠٠م کال نه تر ٢٠٠٨م کال پوري جمهوررئیس و، دغه هیواد د یوه کلک کنټرول شوي سیاسي سیسټم لاندي په داسي حال کي اداره کړي چي اداري فساد او رشتخوري به هم په کي زیاته وي.

XS
SM
MD
LG