د لاس رسي وړ اتصالات

د پوټین سیاسي مخالف بندي شو


الکسي نوالني په گڼ شمیر ښارونو کې د حکومت پر ضد د غیرقانوني لاریونو د تنظیمولو له امله ونیول شو
الکسي نوالني په گڼ شمیر ښارونو کې د حکومت پر ضد د غیرقانوني لاریونو د تنظیمولو له امله ونیول شو

د روسیې محکمې نن سهار د حکومت مخالف گوند مشر الیکسي نوالني په پنځلسو ورځو بند محکوم کړ.

ښاغلی نوالني او نور سلگونه کسان پرون د حکومت پرخلاف د مظاهرې کولو له امله نیول شوي و.

ښاغلی نوالني له هغې وروسته محکمې ته وړانډې شو چې کریملین وویل پرونۍ مظاهرې د گډوډۍ د جوړولو لپاره شوې وې او د لاریون تنظیموونکې یې په دې تورن کړل چې ځوانانو ته یې د گډون کولو لپاره پیسې ورکړې وې.

محکمې د نوالني په اړه په پریکړه کې وویل چې هغه د پولیسو د امر څخه سرغړونه کړې ده او ٣٥٠ ډالره یې جریمه هم کړ.

د روسیې په حکومت کې د فساد پر ضد لاریون نوالني رابللی و او په گڼ شمیر ښارونو کې لسگونه زرو روسانو مظاهرې وکړلې.

د واشنگټن غبرگون

واشنگټن د نوالني په شمول په روسیه کې د سلگونو لاریون کوونکو توقیفیدل په سختو ټکیو غندلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت په خپره شوي اعلامیه کې راغلي دي "د سوله ایزو لاریون کوونکو، بشري حقونو مبارزینو او د خبریالانو نیول، د دموکراسۍ د اساسي اصولو خلاف کار دی".

اعلامیه زیاتوي چې واشنگټن د نیوالني پر نیول کیدو اندیښمن دی. هغه په ٢٠١٨ کال د روسیې جمهوري ریاست ته کاندید دی.

پرونی لاریون په روسیه کې د ٢٠١١ او ٢٠١٢ کلونو د سترو لاریونونو په څیر و چې په پارلماني بټاکنو کې د درغلیو د غندنې په موخه شوي و.

د فساد ضد مظاهرې

نوالني د کریملین سرسخته منتقد دی او په روسیه کې د فساد پر ضد د یوه مرکز مشر دی.

دغه مرکز څو ورځې وړاندې د صدراعظم دیمتري میدیدوف د فساد په اړه یو مفصل رپوټ خپور کړی و چې گواکې صدراعظم د غیر انتفاعي موسسو یوه شبکه لري او ډېر گرانبیه قصرونه، کشتۍ گانې او د انگورو باغونونه یې د همدې شبکې په جعلي نومونو اخیستي دي.

دغه رپوټ په یوټیوب کې یولس میلیونه کسانو لیدلی دی.

د روسیې دولتي رسنیو مظاهرې بې ارزښته بللې دي او ډېر لږ خبرونه یې خپاره کړي دي. یوازي په یوه تلویزیون کې دومره ویل شوي دي "په یوه غیر قانوني لاریون کې یو پولیس ژوبل شوی دی".

ښاغلي نوالني په خپله رسمي ویبپاڼه کې ویلي دي چې د روسیې په ٩٩ ښارونو کې د لاریون چمتووالی نیول شوی و، خو په ٧٢ ښارونو کې یې محلي چارواکو ممناعت کړی دی.

یوې موسسه چې د روسیې سیاسي پیښې څاري په خپله ویبپاڼه کې لیکلي دي یوازي په مسکو کې زر تنه لاریون کوونکي توقیف شوي دي.

دغه شمیر بې طرفه رسنیو تائید کړی نه دی خو دولتي رسنیو د پولیسو له قوله لیکلي دي چې پنځه سوه کسان نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG