د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې سترې مظاهرې شویدي


په روسیې کې سترې مظاهرې شویدي
په روسیې کې سترې مظاهرې شویدي

په لس ګونو زره خلکونن د شنبې په ورځ د روسیې په پایتخت ماسکو کي مظاهرې پیل کړې او په وروستیو پارلماني انتخاباتوکي یې دتقلب او ټګیو برګیو له کبله اعتراضونه وکړل.

د ماسکو پولیسو وویل چي لږتر لږه ٢٠ زره کسان د سخاروف په میداني کي راغونډ شوی وو، مګر عیني شاهدان وایي چي د خلکو شمیر به شاید تردې زیات و.

دوې هفتې مخکي هم په لس ګونو زره خلکو په ماسکو او نورو ښارونو کي دې ته ورته مظاهرې وکړې. دا مظاهرې هغوي څو ورځي وروسته له هغه وکړې چي د صدراعظم ویلادیمیر پوتین د روسیې متحد ګوند د ډیسیمبر د څلورمي نېټې په انتخاباتو کي بریالی اعلان سو. مګر مخالفو ګوندونو او څارونکو وویل چي د رایو په شمیرلو کي تقلب شویدی. د حاکم ګوند مشرانو هرډول تقلب او ټګي برګي ردکړې ده.

د نن ورځي د مظاهرو د شروع کیدو نه مخکي د کریملین د حقوقو یوه مشورتي هیات وویل چي په پارلماني انتخاباتو کي څو سرغړوني شوي دي او ځکه نو هغه نوی پارلمان بې باوره بولي.

دغه هیات دغه راز د روسیې د انتخاباتو د کمیسیون د رئیس استعفی وغوښتله.

د حاکم ګوند مشرانو د سیاسي اصلاحاتو غوښتنه کړې ده چي په کي به د ګورنرانو مستقیم انتخابات هم شامل وي، که څه هم چي کاندیدان باید چي د کریملین له خوا منظور شي.

XS
SM
MD
LG