د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر پوتین ولې څو ورځې لادرکه و؟


د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین نن د دوشنبې په ورځ، د څو ورځو لادرکۍ وروسته په عام محضر کې راښکاره شو. داسې آوازې خپرې شوي وې چې گواکې هغه ناروغه دی، مړ شوی او یا هم د کریملن دننه د کودتاه له امله د قدرت څخه راپرځول شوی دی.

ښاغلي پوتین د دوشنبې په ورځ د قرغزستان د ولسمشر المازبیک اتمبایوف سره د دوو اړخیزو خبرو مخکي د سینټ پیټرس برګ په کانستنتین قصر کې د خبریالو په وړاندې راڅرگند شو.

د قرغزستان ولسمشر اتمبایوف وویل چې باید په پویتن پسي لږ آوازې خپرې شي. هغه خبریالانو ته وویل چې ښاغلي پوتین د کانستنتین په قصر کې وګرځوی، شاخوا سیمې یې ورښکاره کړې او دا یې وښودله چې هغه نه یواځي پر پښو تګ کولای شي بلکې چابک ګرځیدی هم شي.

ښاغلي پوتین په مسخرو کې وویل چې که چیري په هغه پسې خبرې او آوازې خپرې نشي نو دا به د هغه په وینا خسته کنه وي.

د وروستۍ ځل دپاره ولسمشر پوتین د مارچ پر ۵ په عام محضر کې د اټیالیا د لومړي وزیر ماتیو رینزي سره په ماسکو کې ولیدل شو.

د قزاقستان په پایتخت آستانه کې د بیلاروس او قزاقستان د ولسمشرانو سره د مارچ د ۱۲ او ۱۳ نېټو لیده کاته وځنډول شول او د رویټرس خبري آژانس د قزاقستان د یوې حکومتي سرچیني څخه نقل قول کړی دی چې وايي لیده کاته ځکه لغوه شول چې پوتین ناروغه و.

کریملن نن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ښاغلی پوتین به د مارچ په ۲۰ مې نېټې د دواړو مشرانو سره وګوري.

د ښاغلي پوتین د روغتیايي وضیعت ترڅنګ، داسې آوازې هم خپرې شوي وې چې د فیبرورۍ په ۲۷ باندې په ماسکو کې د روسیې د مخالف سیاسي ګوند مشر بوریس نمیتسوف د وژل کېدو وروسته په روسیې کې د قدرتمندو چارواکو ترمنځ جنجال او اختلافات رامنځ ته شول. د هغه د وژل کېدو په تور پنځه چیچنیایان ونیول شول چې په کښي د چیچین د کورنیو چارو د وزارت د یوه کنډک پخوانی مرستیال زوهر دادایف هم شامل دی.

د ځینو مبصرینو له نظره، د نمیتسوف وژل کېدل د روسیې د فيډرالي امنیتي خدماتو د سازمان چې د روسیې مهم امنیتي اورګان دی او د چیچین د امنیتي اورګانونو ترمنځ چې د چیچین د مشر رمضان قدیروف مربوط دي، د قدرت پر سره جنجال سره تړاو لري.

XS
SM
MD
LG