د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: امریکا د روسیې سیاسي مخالفین په غوسه کوي


پوتین: امریکا د روسیې سیاسي مخالفین په غوسه کوي
پوتین: امریکا د روسیې سیاسي مخالفین په غوسه کوي

دروسېې لومړی وزیر ولادېمېر پوټېن پرامرېکا د سختې نیوکې په ترڅ کې پرواشنگټن تور لگولی چې دروسېې سېاسي مخالفېن په غوسه کوي.

ښاغلي پوټېن د پنجشبنی په ورځ ووېل چې د امرېکا د بهرنېو چارو دوزېرې هېلري کلنټن خبرې دهغه مخالفېنو ته اشاره کوي. هېلري کلنټن د سه شنبی په ورځ ووېل دوروسېې پارلماني ټولټاکنې نه ازادې او نه هم منصفانه وې . ددغو انتخاباتو نتېجو سختې اندېښنې راپارولي دي.

د روسېې مخالف سېاسي مشرانو درې ورځني اعتراضونه پېل کړېدي چې خپلې اندېښنې د ټولټاکنو په برخه کې څرگندې کړي. نړېوالو څارونکو دېکشنبی په ورځ د ټولټاکنو په برخه کې ووېل چې ډېره زېاته بې نظمي پکې وه او له هغې جملې نه د راېو په صندوقونوکې د راېو اچول اونورغېرقانوني کارونه شامل دي.

دروسېې پخوانی ولسمشر مېخاېېل گورباچوف وېلي دي چې د روسېې پارلماني انتخابات دي فسخ سي او په ځاې دي نوي انتخابات وشي. 80 کلن مېخاېل گورباچوف ووېل چې دغه ټولټاکنې د روسېې دخلکو د ارادی تمثېل نه کوي.

په مسکو کې د چارشنبې په ورځ 50 زره پولېسان چې هېلېکوپټرو یې ملاتړ کاوه سړکونو ته رااېستل شوی وو چې حکومت د خپل قوت څرگندونه وکړي.

هغوي 50 مظاهره چېان ونېول. امنېتی چارواکي دا هم وايي چې ېوه شپه مخکې د مسکو په مظاهرو کې 550 کسان ونېول شول.

په دې انتخاباتو کې د لومړي وزیر ویلادیمیر پوتین د روسیې متحد گوند تر پخوا په ډیر ټیټ شمیر پارلماني اکثریت ترلاسه کړی دی.

XS
SM
MD
LG