د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په یو 'ستر' برید کې د اوکراین د بریښنا فابریکې په نښه کړي


د اطفاییې کارکوونکي د اوکراین په ایوانو-فرانکیوسک کې د روسیې له هوايي برید وروسته د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.
د اطفاییې کارکوونکي د اوکراین په ایوانو-فرانکیوسک کې د روسیې له هوايي برید وروسته د لګېدلي اور د وژلو هڅه کوي.

په کیف کې مقاماتو د شنبې په ورځ اپریل ۲۷ (غوايي اتمه) وویل چې روسیې تیره شپه په یو "ستر" برید کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات هدف ګرځولي دي.

د اوکراین پوځ وویل چې د روسیې له خوا د ویشتل شویو ۳۴ توغندیو څخه ۲۱ یې په هوا کې ویشتلي دي. د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي په عیني وخت کې، پر خپلو لویدیځو ملاتړو غږ کړی چې له اوکراین سره د دافع هوا د سیستمونو برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

مسکو په وروستیو میاشتو کې د اوکراین د انرژۍ تاسیسات په نښه کړي، چې له کبله یې په دغه هېواد کې د بریښنا تولید ټکنی شوی او د بریښنا د بندېدو لامل شوی دی.

اوکراین همدارنګه ویلي چې بې پیلوټه الوتکو یې تېره شپه د روسیې په جنوب کې د تیلو د تصفیې دوه فابریکې او یوه پوځي هوايي اډه په نښه کړې ده.

زیلینسکي په ټیلیګرام کې په یو بیان کې وویل: "تېره شپه روسیې ۳۴ توغندي ویشتلي. موږ د یو څو په شنډولو بریالي شوو. مګر نړۍ فرصت لري چې زموږ سره د ټولو توغندیو او ډرونونو په ویشتلو کې مرسته وکړي."

د اوکراین د انرژۍ وزیر جرمن ګالوشینکو په فیسبوک کې په یو خپاره کړي پوسټ کې وویل چې د لاویو او ایوانو-فرانکیوسک په شمول، د جګړې له لومړۍ کرښې سلګونه کیلومتره لیرې، لږ تر لږه درې سیمو کې د انرژۍ تاسیسات زیانمن شوي دي.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ توسک وویل، یو توغندی د پولنډ او اوکراین د پولې په ۱۵ کیلومترۍ کې لګېدلی دی.

په داسې حال کې چې اوکراین د لویدیځ د مرستې انتظار کوي، د کیف مقامات وايي، مسکو د مۍ په نهمه په دوهمه نړیواله جګړه کې د بري د کلیزې د نمانځلو په درشل کې خپل هوايي او ځمکني بریدونه پراخ کړي دي.

اوکراین تیره شپه د روسیې په جنوبي کراسنودار سیمه باندې د بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت یوې سرچینې فرانس پرس ته وویل چې د کریمیا ټاپووزمې په ختیځ کې د تیلو دوه تصفیه خانې او یو پوځي هوایی ډګر په نښه شوی دی. سرچينې دغه تصفیه خانې د روسیې دپاره کليدي تکنالوژيکي تاسيسات وبلل.

روسي چارواکو په کراسنودار سیمه کې د سلاویانسک انکوبان په ښارګوټي کې د تیلو په یوه فابریکه کې د اور لګیدو خبر ورکړی دی.

د روسیې دولتي رسنیو د فابریکې د یو مسئول په حواله راپور ورکړی چې په دې تصفیه خانې کې په جزوي توګه فعالیتونه ځنډېدلي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې او عکسونه ښیې چې د شپې له خوا د یو لړ چاودنو وروسته په سیمه کې اور لګیدلی.

مسکو وايي، اوکراین د کراسنودار په سیمه کې تر ټولو ستر د بې پیلوټه الوتکو برید کړی دی.

د دفاع وزارت وویل: "هوایي دفاع د کراسنودار په سیمه کې د اوکراین ۶۶ بې پیلوټه الوتکې یجاړې کړې او دوه یې د کریمیا په ټاپو وزمه کې وویشتلې."

د روسیې د بیلګورود والي د شنبې په ورځ وویل چې له پولې څخه څو کیلومتره لیرې پر یو سرک باندې د اوکراین د یو ډرون د لوېدو په پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

کیف په وروستیو میاشتو کې د واشنګټن له دې اندېښنو سره سره د روسیې په لویدیځ کې د تېلو د تصفیې پر څو فابریکو بریدونه کړي چې کیدای شي دا بریدونه د کړکېچ د زیاتېدو لامل وګڼل شي او په نړۍ کې د تیلو بیې لوړې کړي.

اوکراین وايي، د روسیې د انرژۍ تاسیسات په نښه کول قانوني دي ځکه چې دا تاسیسات د روسیې د پوځ لپاره د عاید سرچینه برابروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG