د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې سفیر: د افغانستان لانجه نظامي حل نه لري


الکساندر ماتیسکي، له طالبانو سره د روسیې د نظامي او مالي مرستو اوازې رد کړې او هغه یې بې اساسه وبللې
الکساندر ماتیسکي، له طالبانو سره د روسیې د نظامي او مالي مرستو اوازې رد کړې او هغه یې بې اساسه وبللې

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر ماتیسکي وايي، د افغانستان روانه لانجه نظامي حل نه لري او په دغه هیواد کې د سولې د ټینګیدلو او ملي پخلاینې لپاره باید له سیاسي لارو چارو کار واخیستل شي.

د روسیې سفیر الکساندر ماتیسکي د چهارشنبې په مازیګر په کابل کې د روسیې په سفارت کې خبریالانو ته وویل چې مسکو له طالبانو غوښتي دي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره باید له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کښیني.

د افغانستان په اړه په مسکو کې د ۱۲ هیوادونو د تیرې اونۍ د غونډې په هکله د روسیې سفیر وویل، که څه هم چې د امریکا متحده ایالاتو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د هغه په وینا امریکا د ناڅرګندو دلایلو له مخې په دې غونډه کې برخه وانخیستله.

هغه وویل، د دغې غونډې ګډونوالو د افغانستان د ستونزې د هوارولو لپاره د مسکو په نوښت د غونډو پر دوام موافقه کړې ده.

ښاغلي ماتیسکي وویل د مسکو د غونډې ګډون کوونکو د افغانستان په وضعیت باندې اندیښنې څرګندې کړې او په دې یې ټینګار وکړ چې "د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او باید د بین الافغاني خبرو له لارې دغې ستونزې ته د سیاسي حل لارې چارې ولټول شي".

ښاغلي ماتیسکي، د ننګرهار ولایت په اچین کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو پر مرکزونو د امریکا د پوځ له خوا "د بمونو د مور" بم کارول روسیې او ایران ته کوم اخطار ونه باله، بلکه ویې ویل چې روسیه تیاره ده چې له امریکا سره په افغانستان، سوریه او عراق کې د داعش په وړاندې جګړه کې مرسته وکړي.

هغه وویل که امریکایان په اچین کې ددغې هوایي حملې له لارې خپل هدف ته رسیدلي وي نو دا بیا یوه مثبته خبره ده.

ښاغلي مانتیسکي له طالبانو سره د خپل هیواد د نظامي او مالي مرستو اوازې بې اساسه وبللې او وویل چې طالبانو سره روسیې هیڅ مرسته نده کړې. هغه وویل "نه یوازې مونږ له طالبانو سره په اړیکو کې یو بلکه د امریکایانو په ګډون نور هیوادونه هم دغې ډلې سره تماسونه لري".

خو د هغه په وینا طالبانو سره د روسیې تماسونه د ناټو د ګواښولو او دغه ټولنه له ننګونو سره مخ کولو لپاره نه وو.

الکساندر مانتیسکي وویل روسیه په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته کوي خو د سولې بهیر اوږد وخت ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG