د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه په فضا کې هوټل جوړوي


روسیه په فضا کې هوټل جوړوي
روسیه په فضا کې هوټل جوړوي

د روسیې یوه کمپنۍ چې غواړي په فضا کې د سیلانیانو لپاره هوټل جوړ کړي، خپل پلان د عامو خلکو سره شریک کړیدی. دغه کمپنۍ وایي چې تر 2016 میلادي کاله پورې به په مدار کې هوټل جوړ کړي او تر 2030 میلادي کاله پورې به مریخ ته خلک په چکر بوزي.

د آربیټلز ټکنالوژي په نامه اداره وایي پلان لري چې په 2016 میلادي کال کې به په فضا کې د سیلانیانو لپاره داسې یو هوټل جوړ کړي چې هغوي پکې په آرمۍ سره ژوند وکړی شي. د دغې کمپنۍ چارواکو ویلي دي چې په لومړي سر کې به د 20 متر مکعب په اندازه څلور کابینه جوړ کړي چې تر 7 کسانو پورې مساپرین به پکې واوسیدلی شي.

د دې کمپنۍ اجرایوي رئیس سیرګې کوسټینکو وایي چې نوی فضایي سټیشن به د زیاتو اهدافو لپاره کار ورکړي.

" د دې سټیشن اصلي هدف به په فضا کې چکر وهل، او هلته د خلکو لپاره د اوسیدو د ځای برابرول وي. دا سټیشن به پداسې شکل سره ودان شي چې د سیلانیانو لپاره به په فضا کې د اوسیدو پر مهال ډیر آرامه او هوسا شرایط برابر کړي. "

ښاغلی کوسټینکو وایي پدې هوټل کې به یوازې مالدراه او هغه کسان کولی شي چې ژوند وکړي چې د شخصي کمپنیو لپاره کار کوي او په فضا کې څیړنې کوي ځکه چې د اوسیدو لګښت یې بیخي زیات دی:

" دی وایي چې په لومړي سر کې به هوټل ته د سفر لګښت د 50 او شپیتو میلونو ډالرو په شاوخوا کې وي او دا د فضایي سټیشن د سفر د لګښت سره برابر دی. خو دی وایي چې د وخت په تیریدو سره به دا لګښت راټیټ شي. "

ښاغلی کوسټینکو وایي چې د مدار په هوټل کې د پنځو ورځو تیرولو ټول ټال لګښت به د یوه چکر وهونکي لپاره د یو میلون ډالرو پورې راټیټ شي.

د دې کمپنۍ چارواکي وايي چې د مدار په هوټل کې ژوند کول به د نړیوال فضایي سیټیشن نه زیات آرامه وي خو مساپرین به د هوایي تشنابونو نه کار اخلي، په سفنج به ځان وینځي او یوازې به د فضا ډوډۍ خوري.

خو د همدغو ناآرامیو سره سره میرمن آناستاسیه وایي چې یو ورځ به د فضا په هوټل کې ژوند کوي.

" دا وایي که چیرته فضا ته د سفر او هلته د اوسیدو بیه یو څه ټیټه شي نو غواړي چې دا سفر وکړي او وایی چې دا کار به حتماً کوي. "

روسیه په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې فضا نوردان فضایي سټیشن ته لیږي ځکه چې امریکا تیره میاشت خپله فضا ته تلونکې راتلونکې بیړۍ راښکته کړله او اوس د امریکا د هوایي فضا ملي اداره د تجارتي کمپنیو سره کار کوي چې د فضایي سفرونو لپاره یوه نوې بیړۍ جوړه کړي.

په عین وخت کې کارپوهان وایي چې روسیه به پدې ونه توانیږي چې د 2016 میلادي کاله پورې به د فضا هوټل پرانیزي ځکه چې د دغه کار لپاره هغوي کافي بودیجه نلري.

XS
SM
MD
LG