د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې روسي جاسوسان نیول شوي


د روسیی د بهرنیو چارو وزارت وایی چی هغه تورونه چی گواکی په امریکا کی د روسیی د جاسوسۍ کومه شبکه فعالیت لری بی اساسه او د واقعیت نه لیری ده.

دغه وزارت په یوه خبرلیک کی چی نن خپور شو له دی امله تاسف ښکاره کړی چی دغه لس تنه په امریکا کی په داسی حال کی بندی کیږی چی جمهور ریس براک اوباما هغه هلی ځلی پیل کړی چی د روسیی سره اړیکی ښی کړی ، ښاغلی اوباما د روسیی جمهور ریس دیمتری میدویدوف یوازی څو ورځی مخکی د دی مسُلی نه په سپینه ماڼئ کی میلمه کړی ؤ.

دغه لس تنه چی د یکشنبی په ورځ په نیوجرسی، مسوچسیت او ویرجینیا کی ونیول شول د دوشنبی په ورځ د خارجی حکومت لپاره د جاسوسۍ کولو الزام پری ولگیده.

د دوو تنو نه پرته نور په ټولو دغو تورنو اشخاصو باندی د پیسو د غیرقانونی انتقال تور هم ولگیده.

د محکمی په پاڼو کی د عدلیی وزارت ویلی چی دغو کسانو د اوږدی مودی لپاره، په غیر قانوني توگه د روسیی د SVR استخباراتي ادارې ته کار کاوه، او زیاتوی چی د هغوی هدف دا وو چې وښیي هغوی بالکل امریکایان شوي تر څو بیا وکولای شی د امریکا د پالیسي جوړونکو حلقو نه استخبارات راټول کړي.

XS
SM
MD
LG