د لاس رسي وړ اتصالات

له سوریې نه د روسي ځواکونو لومړنۍ جوپه ووتله


د روسي ځواکونو لومړنۍ جوپه د سوریې له رازقي هوايي ډګر څخه ووتله.
د روسي ځواکونو لومړنۍ جوپه د سوریې له رازقي هوايي ډګر څخه ووتله.

له هغه وروسته، چې ولسمشر پوتین له سوریې نه د روسي ځواکونو د عمده برخې د ویستلو امر وکړ، د جنګي الوتکو لومړنۍ جوپه د سه شنبې په ورځ ووتله.

ولسمشر بارک اوباما له خپل روسیې سیال ویلادي میرپوتین سره په تیلفون کې له سوریې نه د ځواکونو پر ویستلو او د سوریې د کړکیچ د هواري لپاره د سیاسي مذاکراتو پر لارو چارو خبرې کړي دي.

د سوریې جمهوري ریاست وايي ولسمشر بشارالاسد د مسکو له دغې پرېکړې سره موافقه کړې ده، خو ویل شوي، چې په وتونکو ځواکونو کې هغه هوايي منتظره قوې شاملې نه دي، چې په سپتمبر کې سوریې ته تللې وې.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر ویتالي چورکین ویلي، چې له سوریې نه یې ځکه ځواکونه وځي، چې ټولو د ستونزو د هواري لپاره" سیاسي میلان " درلود او " تاوتریخوالی هم مخ په ختمېدو " دی.

د سوریې مخالفانو په محتاط ډول د روسیې دغه ګام ستایلی دی. د بشارالاسد د رژیم د مخالفانو ویاند ویلي چې له سوریې نه د روسیې ځواکونو وتل مثبت ګام دی، خو باید په عمل کې ولیدل شي.​

ولې روسیې ځواکونه وځي

دا په داسي حال کې ده، چې د ملگرو ملتونو په منځگړیتوب د سورېې په اړه د سولې خبری په جنیوا کې پیل شوي دی.د روسېې جمهوریس ولادیمیر پوټن د سورېې څخه د روسېې ځواکونو د رایستلو امر ور کړی دی.

د روسیې دولتي اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې ولسمشر ولاديمیرپوتین امر کړی د روسیې سرتېري دې له سوریې نه ووځي.

راپور کې ویل شوي چې ولسمشر پوتین د روسیې د دفاع وزیر سرګي او د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف ته ویلي، چې په سوریې کې د روسیې دفاع وزارت ته سپارل شوې دنده خلاصه شوې ده.

ولسمشر پوتین خپلو وزیرانو ته ویلي " په همدې خاطر، دا فرمان صادروم، چې سره له سبا د مارچ په پنځلسمه دې، د سوریې د عربي جمهوریت نه د روسیې ځواکونو نه ویستل پيل کړي. "

د کرملین په ویپاڼې هم کې ویل شوي چې ولسمشر پوین د سوریې ولسمشر بشار الاسد ته په تیلفون له سوریې نه د خپلو ځواکونو " د عمده برخې " د ویستلو په اړه خبر ورکړی دی.

په همدې حال کې، یو امریکايي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، امریکا غږ ته وویل، چې تراوسه له سوریې نه د روسیې د عسکرو د وتلو کومه نښه نه لیدل کیږي.

سپینې ماڼۍ ویلي له سوریې نه د روسیې ځواکونو د وتلو کوم ځانګړی راپور نه دی ورسېدلی او د سیمې پر حالاتو د دغه اقدام د اغیزو په اړه وړاندوینه هم ستونزمنه ده.

XS
SM
MD
LG