د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د سولې لپاره هر ډول مرستې ته تیار یو، روسیه


پداسې حال کې په سوریه کې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو تر منځ جګړه ورځ تر بلې زور اخلي، د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي کوفي عنان په مسکو کې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د سوریې د روان بحران په اړه خبرې کړیدي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د ځآنګړي استازی کوفي عنان سره وکتل او ژمنه یې ورسره وکړله چې په سرویې کې د سولې د هڅو ملاتړ به وکړي. ښاغلي پوتین ویلي دي چې هیواد یې په سوریې کې د سولې او ثبات د راوستلو لپاره هر ډول مرستې کولو ته چمتو دی.

ملګري ملتونه نن د چارشنبې په ورځ رایه ګیري کوي چې په سورېې کې د بې وسلې څارونکو د ماموریت موده تمدید کړي. ښاغلی کوفي عنان ددې لپاره روسیې ته تللی ؤ چې د دې ماموریت لپاره د روسیې ملاتړ هم تر لاسه کړي.

په سوریې کې د ملګرو ملتونو د بې وسلې څارونکو د ماموریت نیټه د همدې را روانې جمعې په ورځ پای ته رسیږي خو دا چې د سوریې په پایتخت کې جګړو زرو اخیستی دا نده مالومه چې د دې څارونکو راتلونکی ماموریت به څه ډول او د څومره مودې لپآره به وي.

د پوتین سره تر کتلو وروسته کوفي عنان خبریالانو ته وویل، هیله لري چې په ځینو شرایطو به موافقې ته سره ورسیږي.

" د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې په پریکړه لیک باندې هم خبرې شویدي او زه هیله لرم چې د امنیت شورا به بحثونو ته همداسې ادمه ورکړي. هیله مې دا ده چې پدې سره وتوانیږو چې ټول سره یوه خوله شو. "

روسیه د دې طرفداره ده چې په سوریې کې د ملګرو ملتونو د بې وسلې څارونکو ماموریت تر درې میاشتو پورې نورې هم تمدید شي خو لویدیځ هیوادونه بیا د داسې یوې خبرې په تمه دي چې د بهرنیو هیوادونو لخوا د سوریې په خلاف د پوځي اقدام لپاره لاره هواره کړي.

د پوځي مداخلې موضوع په روسیې کې یوه ناوړه کلمه ده. په روسیې کې د یوې مجلې مسؤل مدیر فیودور لیو کانوف چې د نړیوالو چارو په اړه سیاسي لیکنې خپروي وایي چې د پوځي مداخلې په برخې کې به د پوتین حکومت یو ګام هم وانخلي.

" په سوریې کې د بهرنیو هیوادونو لخوا پوځي مداخله د روسیې لپاره یوه سره لیکه ده چې روسیه به هیڅکله هم د هغې لیکې نه تیره نشي، زه بیا وایم چې روسیه به هیڅکله هم دا کار ونکړي. "

شپاړلس میاشتې کې کېږي چې په سوریې کې د بشار الاسد د حکومت په خلاف خلکو پاڅون کړیدي او سره لدې چې نورې نړې د سوریې نه ځان بل کړیدی خو روسیه به ورسره نږدي ملګرتیا پالي.

د سوریې په پایتخت دمشق کې د جګړو د زیاتوالي له وجې روسیې چارواکي تر ډیره حده د تلویزون په پردو نه ښکاره کیږي. د رشیا 24 په نامه تلویزون د دې خبر په اړه هیڅ هم ونه ویل چې ښاغلي پوتین د ښاغلي کوفي عنان سره کتلي دي او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف بیا په یوه خبري کنفرانس کې ویلي دي چې په سوریې کې د روسیې د اسر رسوخ په اړه مبالغه شویده او بشار السد پدې خاطر قدرت نه پریږدي ځکه چې هغه اوس هم پخپل ولس کې ډیر محبوبیت لري.

XS
SM
MD
LG