روسیه وایي د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړې ملاتړ به وکړي چه د سوریې لپاره د کوفي عنان د سولې د پلان حمایت وکړی. خود روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف نن وویل د امنیت شورا باید دغه وړاندیزونه ، ددغه بحران د حل لپاره ، او نه د یو التیماتوم په حیث ، د ښاغلی عنان د کار د ادامی لپاره اساس وګرځوي.
د امنیت شورا نن وروسته په نیویارک کی غونډه کوی چه د فرانسی په مصوبې باندې خبرې وکړي. دغه مصوبه ، په داسی حال کې د نورو ممکنو اقداماتوغوښتنه کوي چه سوریه د ملگرو ملتونود پخوانی عمومی منشی پلان ونه منی.
عنان د سوریې د یاغیانواو حکومت ترمنځ د خبرولپاره د اوربند غږ کړیدي.
چین او روسیې دوه ځلي د سوریې په باره کی د ملگرو ملتونو د امنیت د شورا وړاندیزونه رد کړیدي، او وایي دغو پیشنهادونو د ملک په کورنیو چارو کی مداخلې زیاتې کړیدي.
په عین حال کې د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کیمون وایی په سوریی کی وضعیت او حالت د منلو او زغم وړ نه دي.
ښاغلی بان کیمون په اندونیزیا کی یو ډله سوله ساتونکو ته وینا کې، د امنیت په شورا غږ وکړ چه د سوریې په برخه کې متحد شي.