د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې یاغیان او د افغانانو په ډول د جګړې هوډ


روسیه وایي د سوریې سره یې د پوځي مرستې هدف د ترهگرو پر وړاندې د دمشق ملاتړ او په سیمه کې د یوې څرگندې غمیزې مخنیوی دی.
روسیه وایي د سوریې سره یې د پوځي مرستې هدف د ترهگرو پر وړاندې د دمشق ملاتړ او په سیمه کې د یوې څرگندې غمیزې مخنیوی دی.

د سوریې د دولت مخالف وسله وال وايي د بشارالاسد د ملاتړ لپاره د روسیې مداخله به نه یواځې جگړه پراخه کړي بلکې ښایي په خلیج کې د اسد د مخالفینو ملاتړي به دې ته وهڅوي چې خپلې پوځي مرستې زیاتې کړي.

امریکایي چارواکو ویلي دي چې روسي پوځي مشاورین لا له وړاندې سوریې ته رسیدلي دي. دوي وايي روسي مرستو د اسد رژيم د بقا ستر لامل دی.

د سوریې د حکومت مخالفینو هم د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د دوي په وړاندې د اسد د رژيم د ځواکونو مقاومت ډیر شوی دی. دوي ویلي چې د روسيې د مداخلت له کبله به د سوريې جګړه لا نوره هم ژوره او لانجمنه شي.

د اسد یو شمیر نور مخالفین د روسیې پوځي مداخله د سعودي عربستان په څیر هیوادونو څخه د زیاتو مرستو د ترلاسه کولو لپاره یو فرصت گڼي. خو دا کار د سوریې په کړکیچ کې بهرنۍ مداخلې نورې هم ژورې کړي. همدا اوس د سعودي عربستان او ایران ترمنځ د سوريې پر سر لانجه شته.

د سوریې د حکومت مخالف وسله وال د زیاتو مرستو د ترلاسه کولو په هیله په افغانستان کې د روسیې د ناکامۍ یادونه کوي او د خپلې مبارزې لپاره یې یو ښه بیلګه گڼي. خو نور جنگیالي بیا وایي چې دا جگړه چې پنځه کلنه شوې له دې به نوره هم اوږده شي.

امریکایي مقامات وایي چې همدا اوس روسي ځواکونه د لاذقیه ښار په هوایي ډگر کې ځای پر ځای شوي او د جنگي جت الوتکو او توپ لرونکو هلیکوپترو برسیره، توپچي قواوی او د روسیې د سمندري ځواکونو ٥٠٠ سرتیري هم هلته میشت دي.

روسیې ویلي دي چې سوریې سره ددې هیواد د پوځي مرستې هدف د ترهگرو پر وړاندې د دمشق ملاتړ، د سوریې د دولت ساتنه او په سیمه کې د یوې څرگندې غمیزې مخنیوی دی. د اسد وسله وال مخالفین په دې باور دي چې د روسي پوځیانو لومریتوب د سوریې په لویدیځ کې د عملیاتو ساحه ده، ځکه چې د جگړې دغه کرښه د اسد رژیم ته سمدستي گواښ دی.

XS
SM
MD
LG