د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سوریې د سرنوښت په هکله د غربي هیوادونو د مشرانو سره خبرې پیل کړیدي. روسیې ته دا مهمه نده چې د دغو هلو ځلو نتیجه به څه وي خو غواړي چې د سوریې د ستونزې په حل کې مهم رول ولری.

جمهور رئیس پوتین نن د سوریې د مسلې پر سر د خبرو لپاره د فرانسې د جمهور رئیس فرانسوا هولاند او د جرمني د صدراعظمې انګلا مرکل سره وکتل. د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما په شمول دا ټول مشران د اسلامي دولت یا داعش په اړه اندیښنه لري چې د سوریې او عراق ځیني برخې یې نیولي دي او اوس یې ګواښ کړیدی چې په بهرنیو هیوادونو به هم بریدونه وکړي.

څوک څوک ولي؟

روسیه، امریکا ، فرانسه او یو شمیر نور غربي هیوادونه په سوریې کې هوایي بریدونه کوي، خو دا چې کوم هیواد څوک ولي، پدې برخې کې غټ اختلاف موجود دی.

فرانسه د سوریې د جمهور رئیس بشارالاسد سره کلک مخالفت لري او د اسلامي دولت په ډلې هوایي بریدونه کوي، روسیه هم وایي چې هغوي په سوریې کې په سخت دریزه ډلو بریدونه کوي خو غربي هیوادونه بیا وایي چې روسیه په همدې بهانې د اسد د رژیم هغه مخالفین هم په نښه کوي چې د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره یا سي آی اې یې ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې روسي الوتکو د سوریې په مختلفو سیمو کې اتلس هوایي بریدنه کړیدي.

د روسیې د انټرفاکس خبري اژانس د دفاع وزارت د چارواکو له قوله ویلي دي چې هوایي قوې نن د جمعې په ورځ د سوریې د حمس په ایالت کې د اسلامي دولت یا داعش د قوماندې یو مرکز او د وسلو یوه ډیپو تباه کړیدي

XS
SM
MD
LG