د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې په سوريه کې ۳۵ زره کسه وژلي


د روسیې د دفاع وزیر وایي روسیې د رنگه انقلابونو هغه لړۍ ماته کړې ده چې په ټول منځني ختیځ او افریقا کې په پراخیدو وه
د روسیې د دفاع وزیر وایي روسیې د رنگه انقلابونو هغه لړۍ ماته کړې ده چې په ټول منځني ختیځ او افریقا کې په پراخیدو وه

د روسیې د دفاع وزیر وایي روسيې هوایي ځواکونو په سوریه کې ٣٥ زره یاغي وسله وال وژلي او په منځني ختیځ کې یې د انقلابونو د لړۍ مخه نیولې ده.

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د لوړپوړو پوځي چارواکو یوې غونډې ته په وینا کې د روسیې د پوځي لاسته راوړنو په اړه وویل د مسکو مداخلې د سوریې د دولت د پرزیدو مخه نیولې ده.

د روسیې د دفاع په وزارت کې دغې غونډې ته په وینا کې د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وویل "مونږ اوس د هر احتمالي یرغلگر څخه غښتلي یو".

ښاغلي شویگو وویل په سوریه کې د کریملین د تیر کال د عملیاتو د پیل راهیسې روسي الوتکو ١٨٨٠٠ زره هوایي ماموریتونه ترسره کړي دي. د هغه په وینا په دغو عملیاتو کې د یاغیانو ٧٧٥ روزنیز کمپونه او د وسلو ۴٠٥ زیرمې له منځه وړل شوي او ٣٥ زره جگړه ماران وژل شوي دي.

هغه وایي "د رنگه انقلابونو هغه لړۍ یې ماته کړې ده چې په ټول منځني ختیځ او افریقا کې په پراخیدو وه".

په سوریه کې د روسیې مداخلې ته په پراخه توگه د جمهور رئیس بشارلاسد د ځواکونو د ناکامۍ د مخنیوي په سترگه کتل کیږي او د حلب د بشپړه کنترول د ترلاسه کولو لپاره خورا مهم گڼل کیږي.

د روسیې د دفاع وزیر همداشان وایي چې د روسیې د اټومي میزائیلو قواوی به په راتلونکې کال کې درې نوي واحدونه ترلاسه کړي چې په عصري وسلو به سمبال وي او همداشان هوایي ځواک به پنځه نوې عصري ستراتیژیک بمبارد الوتکې ولري.

په دې غونډه کې چې په حقیقت کې د روسیې د پوځ د پیاوړتیا نمایش و، ښاغلي پوتین خبرداری ورکړ چې که څه هم د روسیې پوځي تاقت پوره زیات شوی "خو که مونږ نه غواړو چې هغه له لاسه ورکړو نو ښه ده چې ورته متوجه اوسو".

XS
SM
MD
LG