د لاس رسي وړ اتصالات

روسۍ الوتکې د ترکیې هوایي حریم ته ننوتې دي


روسیه: شل هوايي ماموریتونه مو ترسره کړي دي او د داعش لس روزنیز کمپونه مو ویشتلي دي.
روسیه: شل هوايي ماموریتونه مو ترسره کړي دي او د داعش لس روزنیز کمپونه مو ویشتلي دي.

ترکیه وایي چې د روسېې جیټ الوتکو ددوی پر هوايي قلمرو باندې د سورېې سرحد ته نېژدې تیری کړی وو او دا کار ددې سبب شو چې ددوی ایف ١٦ الوتکې د روسېې الوتکې له هېواد نه وباسي.

د ترکېې د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايی دا تیری د شنبې په ورځ وشو او ترکېې روسیې ته خبرداری ورکړ چی که چیرې کومه غېر مطلوبه پېښه رامنځته شوه نو مسوولیت به ېې د روسېې په غاړه وي.

د روسېې خبری اژانس تاس په ترکیه کې د روسېې د سفارت له قوله وویل چې دا پېښه شوېده، خو د ترکېې چارواکو ته ېې توضیحات ورکړل شول.

بلخوا روسي چاروکي وايي له پنځوسو نه زېاتې جنگي الوتکې او هلیکوپټرونه په دغه نظآمی ماموریت کې چې پای ېې معلوم ندی برخه اخلي. د دفاع وزارت نن په سوریه کې د خپلو هوايي بریدونو ویډیو هم خپره کړه چې ددوی په اند ټول نظامي اقدامات یې د سورېې له حکومت سره تنظیم شوېدي.

روسیه وايی د خپلو هوايي بریدونو په لړ کې ېې شل هوايي ماموریتونه ترسره کړي دي او د اسلامی دولت د ډلې د روزنې لس کمپونه ېې ویشتلي دي.

خومتحده ایالات اومتحدین ېې د روسېې پردغه کار سختې نیوکې کوي او ادعا کوي چی د روسېې په هوايي بریدونو کې د داعش ډله نه بلکې معتدلې او مشروع ډلې په نښه شوې دي.

برتانېې او ترکېې دواړو د روسېې هوايي بریدونه محکوم کړل. د برتانېې د بهرنیو چارو وزیر فلیپ هاموند وویل د روسېې له خوانه د ترکېې په فضایي قلمر و باندې تېری د هغه حالت خطر نور هم زیاتوي چی همدا اوس لا ډېر خطرناک دی.

د ترکېې صدراعظم رجب طیب اردوغان خبریالانو ته وویل "د روسېې هغه گامونه چې په سوریه کې ېې ا خېستي دي، دترکېې لپاره په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي. روسیه ډیره غټه اشتباه کوي. دا اشتباه، روسیه په سیمه کې تجرید کولی شي.

خو د سورېې ولسمشر بشار الاسد د روسېې لخوا د بریدونو هرکلی کوي او د سورېې او روسیې مشترک نظآمي ماموریت د سیمې د ثبات د پاره حتمي بولي.

ترکیه د سوریې سره څه کم نهه سوه کلومتره اوږده پوله لري.
ترکیه د سوریې سره څه کم نهه سوه کلومتره اوږده پوله لري.

​بشارالاسد وایي "کامیابي باید د دغه اتحآد په برخه شي کنې موږ به په منځني ختیځ کې د ټولې سیمې له تخریب سره مخامخ شو. موږ په بريالیتوب ډاډه یو، خو د یو شمېر هېوادو له خوا د ترهگرو ډلو ملاتړ بې له شکه دا کار گران کړی دی."

د متحده ایالاتو ولسمشر وویل چی د متحده ایالاتو حکومت به له روسېې سره په سوریه کې کومه نیابتي جگړه پیل نه کاندي. خو سناتور جان مکېن د یکنشنبی په ورځ د سي ان ا ن خبري تلویزیون ته وویل چی واشنگټن او مسکو د سورېې په شخړه کې سره ښکېل شویدي.

هغه هڅې چې د سورېې د شخړې د حل لپاره کېږي له تیروڅلور نیمو کلونو راهسې کامیابې شوې ندي. د سورېې شخړه له مظاهرو نه په دې تېرو کلونو کې په یوه بشپړ کورني جنگ بدله شوېده. له 2011 م کال نه را په دې خوا په دې شخړه کې تر 240 زرونه زیات کسان وژل شویدي او دولس ملیونه نور له خپلو کورونو نه وتلو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG