د لاس رسي وړ اتصالات

بشارالاسد مسکو ته ولاړ


مسکو، اکتوبر شلمه: ولسمشر پوټین په کریملین ماڼۍ کې د بشارالاسد هرکلی وکړ.
مسکو، اکتوبر شلمه: ولسمشر پوټین په کریملین ماڼۍ کې د بشارالاسد هرکلی وکړ.

په ٢٠١١ کال کې د جگړې د پیلیدلو راهیسي دا د ولسمشر بشارالاسد لمړنی ښکاره بهرنی سفر دی. په مسکو کې د سوریې او روسیې ولسشمرانو پر دې ټینگار وکړ چې په سوریه کې روان پوځي عملیات باید سیاسي بهیر ته لار هواره کړي.

ولسمشر پوټین د سوریې ولسمشر ته وویل چې جگړه باید خبرو اترو ته لاره هواره کړي او د ټولو سیاسي، نژادي او مذهبي ډلو په گډون کولو یو سیاسي بهیر پیل شي. هغه زیاته کړه "موږ له سوریې سره دوستانه اړیکې لرو او دې ته چمتو یو چې خپلو همکاريو ته نه یوازې د ترهگرو پر وړاندې د پوځي عملیاتو په ترسره کولو ادامه ورکړو، بلکې غواړو چې د سیاسي بهیر په رامنځته کولو کې هم همکاري وکړو."

په دې غونډه کې ولسمشر بشارالاسد د ولسمشر پوټین د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د روسیې له مرستو پرته ترهگري نورو سیمو ته هم غزیدلی شوای.

واشنگټن او مسکو

د دواړو مشرانو ترمنځ دغه لیدنه کتنه په داسې حال کې ترسره شوه چې د متحده ایالتونو دفاع وزارت د واشنگټن او مسکو د پوځي چارواکو ترمنځ د تفاهم لیک د لاسلیک کېدو خبر ورکړ چې موخه یې د سوریې په هوایی حریم کې د هوایي عملیاتو پر مهال د دواړو هیوادونو د جنگي الوتکو ترمنځ د "یوی مصؤنې فاصلې" ساتل او د پیلوټانو ترمنځ د ځانگړو مخابراتي فریکوینسیو او پیغامونو لیږل وو.

مسکو هم د دې تفاهم لیک لاسلیک کیدل تائید کړي دي. د روسیې د دفاع وزارت مرستیال اناتولي انتانوف دا یو مثبت گام بللی دی.

په دې تفاهم لیک کی د ډرون په گډون ټولې هغه پوځي الوتکی شاملې دي چی د سوریې په هوایي حریم کې پروازونه کوي.

XS
SM
MD
LG