د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: په سوریه کې ځمکني عملیات یعني د جگړې دوام


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د روسیې د بهرنیو له وزیر سرگې لاوروف سره د مونشن په امنیتي کنفرانس کې.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري د روسیې د بهرنیو له وزیر سرگې لاوروف سره د مونشن په امنیتي کنفرانس کې.

د روسیې صدراعظم دیمیتري میډویډوف وایي مسکو د بشارلاسد نه بلکی د سوریې د دولت سره د دوستۍ له اړیکو ملاتړ کوي.

په شمال ختیځه سوریه کې نن د دوشنبې په ورځ یو روغتون چې د بې سرحده ډاکټرانو په ملاتړ تمویل کېده، په هوايي بمبارۍ کې ویجاړ شو. په دغه بمبار ۍ کې اوه تنه وژل شوي او څو تنه نور زخمیان دي.

په برتانیه کې دیره د بشري حقوقو یوه ډله په دې باورده چی دا بمباری د ایدلیب په ولایت کې روسیې جنگي الوتکیو کړې ده.

د جرمني د مونشن په کنفرانس کې غټه خبره د سوریې د جگړې بندول وو. خو روسیې د شنبی په ورځ وویل د سوریی د اوربند مسله ښايی له دې امله ناکامه شي چې د اسد رژیم د حلب ښار له یاغیانونه ونیو او د اسلامی دولت د پاخه سنگر راقا په لور حرکت په نظر کې لري.

د روسیې صدراعظم دیمېتری میدویدوف په یوه مرکه کې وویل سوریې ته د زمکنیو قواو لیږلو ته اړتیانشته ده، ځکه د سوریې د بحران حل مذاکراتو ته اړتیا لري. خو د متحده ایالاتو سناتورانو جان مکین او جو لیبر من وویل د روسیې کړنلاره له ریا اونفاق نه ډکه ده، او روسیه نه غواړی په سوریه کې بمباري بنده کړي.

په جرمني کې د مونشن د امنیتي کنفرانس په وروستۍ او دریمه ورځ د متحده ایالاتوبرحال سناتور جان مکین او پخواني سناتور جو لېبر من په سوریه کې د روسیې پر نقش کلک انتقاد وکړ.

سناتور جان مکین وویل " ښاغلی پوټین په دې کې علاقه نلري چی زموږ شریک واوسي. هغه غواړي د اسدرژیم په پښو ودروي او غواړي روسیه بېرته په منځنی ختیځ کې د یو ستر قدرت په توگه منځته راشي. له کوم وخت راهسې چې روسیې د اسد درژیم ملاتړ پیل کړی دی د جگړې مخه د اسد دررژیم په گټه بدله شوېد.

پخواني سناتور جو لېبر من دروسیې کړنلاره د سوریې په اړه له نفاق نه ډکه او تعرضی وبلله، خو داخبره ېې هم بې اهمیته وگڼله چی گنې کوم بل نوی سوړ جنگ به پیل شي.

هغه وویل " زه فکر کوم د روسیې د صدراعظم خبرې له نفاق نه ډکې وې؛ هغوی دلته راځي اوموږ ته خبرداری راکوي چې پکارده غرب بل سوړ جنگ شروع نکړي. داخو روسان دي چې یوکراین او منځني ختیځ ته ېې عسکر ولېږل."

د متحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزیر جان کری په دې وروستیو شپو ورځو کې وویل چې که د مونشن موافقه ناکامه شی نو ښايی په سوریه کې د خارجی عسکرو ورتگ ته زمینه برابره شی.

خو د روسیی صدراعظم میډویډوف د جان کری د وروستیو اظهاراتو په غبرگون کې په یوې تلویزیوني مرکې کې وویل ".. که چېرې جان کیری اوږده جگړه غواړی نو بیا یو څوک زمکنۍ جگړه پیل کولی شی. خو ضرورت نشته چی څوک وبیرول شی. موږ دېته اړیو چی مذاکرات وکړو. هېڅوک نوې جگړه نه غواړي، زمکني عملیات یوه لویه او بشپړه جگړه منځته راولي، پکارده په دې خبره ډېر غور وشي.

خو ولمسشر اوباما سوریې ته د امریکا د عسکرو د لېږلو خبره رد کړیده. هغه د یکشنبی په ورځ روسیه بیا دېته وهڅوله چې د بشار الاسد د رژیم د ملاتړ لپاره په مځلارو یاغیانو باندې په سوریه کې بمباري بنده کړي.

په غرب کې د روسیې بمباری ته د سوریې د جگړې د بندولو په لاره کې دیوه غټ خنډ په توگه کتل کېږي.

سترو قدرتونو موافقه وکړله چی جگړی اوشخړی دې په یوه اونۍ کې بندی شي. خو روسیې وویل چی داسلامی دولت او النصره ډلې بمبارۍ ته به ادامه ورکړي. روسیه وايي د النصره ډله له القاعده سره تړاو لري.

له بل پلوه، د شخړو او جگړو د بندولو معامله ښايي د اوربند سبب نشی، ځکه چې دواړو متخاصمو خواو یعنې د سوریې حکومت او یاغیانو لاسلیک کړې نده.

XS
SM
MD
LG