د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه، تاجکستان ته نور هوایي ځواکونه استوي


د روسیې ۷۰۰۰ سرتیري د تاجکستان مرکز دوشنبې ته نژدې په یوه پوځي اډه کې دمخه ځای پر ځای شوي دي
د روسیې ۷۰۰۰ سرتیري د تاجکستان مرکز دوشنبې ته نژدې په یوه پوځي اډه کې دمخه ځای پر ځای شوي دي

روسیه غواړي تاجکستان ته خپلې زیاتې هوایي قواوی واستوي او روسي مقامات د دوشنبې سره د یو هوایي ډگر څخه د گډې استفادې په هکله خبرې کوي.

له دې دمخه هم د روسیې ۷۰۰۰ سرتیري د تاجکستان مرکز دوشنبې ته نژدې په یوه پوځي اډه کې ځای پر ځای شوي وو او تیر کال د تاجکستان په عیني پوځي اډه کې د روسیې څلور جنگي او ترانسپورتي هیلیکوپتر ځای پر ځای شول.

په تاجکستان کې د روسیې سفیر ایگور لیاکین فرولوف خبریالانو ته وویل چې مسکو او دوشنبه پر یوې موافقې کار کوي چې روسیې ته د عیني پوځي اډې نه د گډې استفادې او د هوایي قواو د زیاتولو اجازه ورکړي.

تاجکستان چې د افغانستان سره په پوله پروت هیواد دی د روسیې او لویدیځ له نظره مرکزي اسیا ته د سخت دریځو د تیریدو احتمالي لار گڼل کیږي.

د فرغانې خړوبه او گڼ نفوسه وادي د ازبکستان او تاجکستان پر پوله پرته ده چې په مرکزي اسیا کې د اسلامي سخت دریځۍ زړه بلل کیږي چې اصلي هدف یې روسیه ده.

روسیې تیر کال د سوریې د جمهور رئیس بشارلاسد په ملاتړ د اسلامي دولت د ډلې په گډون د اسد د حکومت د مخالفو قواو پر مرچلو باندې هوایي بریدونه کړي دي.

د روسیې امنیتي ادارې د نوامبر په میاشت کې په مرکزي اسیا په هیوادونو کې د لسو تنو د نیولو خبر ورکړ چې د روسي مقاماتو په وینا ټولو د اسلامي دولت له ډلې سره اړیکې درلودې او پر مسکو او سنت پیترزبورگ باندې یې د بریدونو پلان طرحه کاوه.

رپوټ: د رویترز اژانس

XS
SM
MD
LG