د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیې کې اوه کسان د ترهګرۍ په تور ونیول شول


د روسیې امنیتي چارواکي وايي نیول شویو کسانو غوښتل چې سوریې ته ولاړ شي او له داعش سره یو ځای شي.
د روسیې امنیتي چارواکي وايي نیول شویو کسانو غوښتل چې سوریې ته ولاړ شي او له داعش سره یو ځای شي.

د روسيې امنیتي چارواکي وایي د ارال په غرنۍ سیمې کې یې اوه کسان د ترهګریزو فعالیتونو په شک نیولي دي.

د روسیې د فدرال امنیتي ادارې د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه کسان په ساحوي مرکز، یکاتیرنبرګ ،کې نیول شوي دي.

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس د راپور په اساس ګمان کیږي چې نیول شویو کسانو په مسکو کې په اس ټي پیټرسبرګ او د ارال په سیمو کې ترهګریز بریدونه پلانول.

چارواکي وايي د نیول شویو کسانو د اوسېدو په ځای کې یې د چاودېدونکو توکو د جوړونې کارخانه او لابراتوار هم موندلي دي.

د روسیې د امنیتي ادارې مامورین دا خبره هم کوي چې دغو کسانو پلان درلود، چې سوریې ته ولاړ شي، له داعش سره یو ځای شي او د هغوی په پلوۍ وجنګیږي.

د روسیې د امنیتي څانګې پر ویبپاڼې خپرې شوې اعلامیې کې ویل شوي چې په نیول شویو کسانو کې روسان او د منځنۍ اسیا د ځينو هېوادونو وګړي هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې وړاندې په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي وو چې هلته د داعش فعالیتونه روسیې ته هم امنیتي ګواښ پېښولی شي.

XS
SM
MD
LG