د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: ترکیې، روسیه له شا څخه په خنجر ووهله


د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ترکیه د داعش څخه په ملاتړ کولو تورنه کړه.
د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ترکیه د داعش څخه په ملاتړ کولو تورنه کړه.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د هغه هیواد د جنگي جت الوتکې د پرزولو د پیښې په غبرگون کې ترکیه له شا څخه په خنجر وهلو او د اسلامي دولت د ډلې په گډون د ترهگرو څخه په ملاتړ کولو تورنه کړه.

ښاغلي پوتین دا تائید کړه چې د هغه هیواد سو ٢۴ ډوله جنگي جت الوتکه د ترکیې د اف ١٦ ډوله جنگي الوتکه له خوا پرزول شوې ده. دمخه روسي مقاماتو یولي وو چې د هغه هیواد جنگي جت الوتکه د دافع هوا د ډزو په نتیجه کې لویدلې ده.

طیارروسي سو ٢۴ الوتکه د ترکیې او سوریې په پوله له پرزیدو څو شیبې دمخه
طیارروسي سو ٢۴ الوتکه د ترکیې او سوریې په پوله له پرزیدو څو شیبې دمخه

ترکیې د سه شنبې په ورځ روسي جنگي جت الوتکه په دې ادعا وپرزوله چې دغه الوتکه د دوی هوایي حریم ته ننوتې وه او د ترکیې له خوا لس ځلې ورکړل شوي خبرداري ته یې پاملرنه نه وه کړې. خو روسیه د سوریې سره په پوله د ترکیې فضایي حریم ته د ننوتلو ادعا رد کړې ده.

د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د الوتکې د پرزیدلو پیښه څیړي. مسکو همداشان ویلي دي چې الوتکه یې د پرواز په ټول وخت کې د سوریې په خاوره کې وه. روسي مقامات ادعا کوي چې روسي پیلوټانو ځانونه د پاراشوت په وسیله ژغورلي دی، خو ویل شوي دي چې تر اوسه ورسره هیڅ ډول اړیکه نه ده نیول شوی.

د دې پیښې ویدیویی انځورونه ښي چې روسي الوتکه د یوې غونډې سره له لږیدو وروسته اور اخلي او داسې ښکاري چې دوه پیلوټان یې د پاراشوت په وسیله ځانونه له الوتکې بهر غورځوي.

د سوریې د حکومت د یوې مخالفې ډلې د لسمې ساحلي فرقې ویاند جاهد احمد د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې د هغه تر امر لاندې ځواکونو پر روسي پیلوټانو باندې هغه وخت ډزې کړې دي چې په پاراشوت کې راښکته کیدل.

دا ډله ادعا کوي چې یو پیلوټ ځمکې ته له راښکته کیدو دمخه په مرمیو لگیدلی او مړ شوی دی. دې ډلې یوه ویدیو خپره کړې چې په کې وسله وال کسان ښکاري چې د یو پیلوټ د مړي په شاوخوا راټول شوي دي. د دوهم پیلوټ سرنوشت لا تر اوسه ناڅرگند دی.

د ناتو سازمان د ترکیې په غوښتنه په دې هکله یوه غونډه کړې ده. د ناتو یو ویاند وویل چې ددې فوق العاده غونډې هدف دادې چې ترکیه د روسي جنگي جت الوتکې د پرزولو په هکله ددې سازمان نورو غړو ته معلومات ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي چې واشنگټن نه شي کولای د رسنیو خبرونه تائید کړي چې گواکې ترکي جت الوتکو یوه ناپیژندل شوې جنگي جت اولوتکه نسکوره کړې ده، خو ویلي یې دي چې د امریکا متحده ایالات وضیعت له نژدې څاري.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د روسیې سفیر ورغوښتی و او په سوریه کې د روسیې د عملیاتو د بندولو غوښتنه یې کړې وه، او هغه ته یې ویلي وو چې د روسیې اقدامات د ترهگرۍ ضد جگړې سره مطابقت نه لري، بلکې د ملکي وگړو بمباري ده. د روسیې سفیر ته همداشان ویل شوي وو چې د روسیې پوځي اقدامات کیدای شي جدي پایلې ولري.

د ترکیې ټلویزیون لخوا د د روسي جټ د غورځیدلو ویډیو دلته کتلاې شئ

XS
SM
MD
LG