د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه او ترکیه د خپلمنځي اړیکو د رغولو هڅه کوي


طیب اردوغان د روسیې جمهور رئیس پوتین ته په یو لیک کې د روسي الوتکې د ویشتلو په پیښه خپگان څرگند کړی
طیب اردوغان د روسیې جمهور رئیس پوتین ته په یو لیک کې د روسي الوتکې د ویشتلو په پیښه خپگان څرگند کړی

کرملین د سه شنبې په ورځ وویل چې د روسي الوتکې په ویشتلو باندې د ترکیې د جمهور رئیس د خپگان له څرگندولو وروسته، اوس د روسیې او ترکیې د اړیکو د رغونې لپاره لاره هواره شوی ده.

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د مسکو او انقرې د اړیکو د رغونې لپاره شرط ایښی و چې د ترکیې جمهور رئیس طیب اردوغان باید د ترکي ځواکونو له خوا د روسي الوتکې د ویشتلو په وجه بخښنه وغواړي.

تیر کال د نومبر په میاشت کې د سوریې او ترکیې د سرحد په اوږدو کې یوه روسي الوتکه د ترکي قواو له لورې وویشتل شوه. د الوتکې د لویدلو پر وخت روسي پیلوټ ځان په پراشوت کې وژغوره خو بیا په سیمه کې د موجودو یاغیانو په ډزو ووژل شو.

ښاغلي اردوغان د روسي جمهور رئیس ته په یو لیک کې په دې پیښه باندې د خپگان له څرگندولو وروسته وویل فکر کوي چې انقره باید د مسکو سره ژر تر ژره اړیکې عادي کړي.

خو کرملین د سه شنبې په ورځ په دې هکله له احتیاط نه کار واخیست. د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف ژورنالیستانو ته وویل "داسې باید فکر ونه شي چې په څو ورځو کې دې ټول شیان عادي شي، خو ددې کار لپاره به هڅه روانه وي."

هغه زیاته کړه چې جمهور رئیس پوتین څو ځلې هیله څرگنده کړې چې د ترکیې او د هغه هیواد د ولس سره ښه اړیکې ټینگې کړي. ښاغلي پیسکوف دا هم وویل چې ولادیمیر پوتین او طیب اردوغان به د چارشنبې په ورځ د مسکو په نوښت سره تلیفوني خبرې وکړي.

له بلې خوا د ترکیې صدراعظم ویلي دي چې د روسیې سره د اړیکو د عادي کولو کار پیل شوی او د تورې بحیرې او د مدیترانې د سمندرگي د ټولو هیوادونو سره د اړیکو غښتلي کول د دوی له مهو اهدافو څخه دي.

د ترکي ځواکونو له خوا د روسي الوتکې له ویشتلو وروسته مسکو پر انقرې باندې اقتصادي بندیزونه ولگول. مسکو همداشان له ترکیې غوښتي وو چې د بخښنې د غوښتنې تر څنگ د پیښې تاوان ورکړي. خو د ترکیې صدراعظم بنالي یلدیریم نن وویل چې ترکیه به روسیې ته ددې پیښې تاوان ور نه کړي.

هغه د ترکیې په پارلمان کې خبریالانو ته وویل چې د هغو کسانو پر وړاندې قانوني اقدامات پیل شوي چې روسي پیلوټ یې وژلی دی.

XS
SM
MD
LG