د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما وایي د روسیې سره د امریکا اړیکې ښې شویدي


د امریکا جمهور رییس براک اوباما وایي چې هغه او د روسیې جمهور رییس دمیترې میدویدیف د دواړو هیوادونو تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو په ښه کولو کې بریالي شویدي او زیاتوي چې ښاغلی میدویدیف یو با اعتباره او ښه ملګری دی.

ښاغلي اوباما دغه څرګندونې پرون د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي میدویدیف سره په سپینې ماڼۍ کې د یوې ګډې خبرې غونډې په ترڅ کې وکړلې.

دواړو جمهور رییسانو د واشنګټن په اطرافو کې د غرمې ډوډۍ وخوړله او خبرې یې سره وکړلې.

جمهور رییس اوباما همدارنګه وویل چې د نړیوالې سوداګرۍ په ټولنې کې د روسیې د شاملیدو پر سر بحث به هم چټک کاندي ځکه چې پدغې ټولنې کې د روسیې د غړیتوب اړوند مسایل د نوي نه تر پنځه نوي فیصدو پورې حل شویدي. اوباما وویل هیله لري چې دا مسایل به د روان میلادي کال تر پایه پورې حل شي.

خو د روسیې جمهور رییس بیا وویل هیله لري چې د سوداګرۍ په نړیوالې ټولنې کې د روسیې د غړیتوب کار به د سپټمبر تر میاشتې پورې نهایي شي.

XS
SM
MD
LG