د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو پر واشنګټن د مداخلې تور لګولی دی


د روسیې د باندنیو چارو د زوارت ماڼۍ

د روسیې د باندنیو چارو د زوارت ماڼۍ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په واشنگتن تور لگولی دی چې غیر حکومتي موسسو ته چې مسکو ورباندې بندیزونه لګولي دي، د بسپنو د ورکولو په وسیله، ددې هېواد په کورنیو چارو کې ګوتې وهي.

د روسیی د بهرنیو چارو د وزارت نطاق د شنبې په ورځ دغه خبره کړیده. ددې نه مخکي د امریکا خارجه وزارت مسکو په دې غندلی و چې په دې ورستیو اونیوو کې یې ، د بشري حقوقو د څارنې د نړیوالې موسسې په ګډون، په لس ګونوغیرحکومتي موسسو باندې حملې کړیدي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت نطاقې ویکټوریا نولند په دې اونۍ کې خبریالانو ته وویل چې واشنگتن د روسیې نه د باندي سرچینو له لارې دغو موسسو ته پیسې برابروی.

نولند وویل روسیه دغه حملې د امریکا د بدنامولو دپاره کوي.
XS
SM
MD
LG