د لاس رسي وړ اتصالات

ماسکو واشنګټن ته خبرداری ورکړی دی چې د روسي چارواکو نومونه دي نه خپروي


ماسکو واشنګټن ته خبرداری ورکړی دی چې د هغو روسي چارواکو نومونه دي نه خپروي چې د بشري حقوقو د سرغړونې تورونه پرې لګېدلي دي.

د ولسمشر ویلادمیر پوتین ویاند د جمعې په ورځ وویل چې ددغه لیست خپریدل به د دواړو هیوادونو اړیکې په شدت اغیزمنې کړي.

دغه لیست چې ټاکل شوې د جمعې په ورځ به خپور سي، د مګنیتسکي قانون له مخې مشروعیت لري چې خپور شي. سارګي مګنیتسکي یو روسیْ وکیل وو چې په کال ۲۰۰۸ کې د اختلاص او مالیاتو د پټولو په تور د حکومت له خوا ونیول شو او یو کال وروسته په زندان کې د وهلو او ټکولو له کبله مړ شو. هغه ته په زندان کې روغتیايي خدمات مهیا نه وو.


په لست کې نه یواځي د مګنیتسکي د پېښې سره تړلي چارواکي شامل دي بلکې هغه روسي چارواکي هم شامل دي چې د روسیې د سیاسي فعالینو په ځپلو کې یې د کریملین د پالیسوو پلویان وو او په کښي دخیل وو.
XS
SM
MD
LG