د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه د امریکا د اقتصادي بندېزونو تر فشار لاندې


نړیوالو بندیزونو او د تیلو د بیې راټیټیدو د روسیې اقتصادي کړکیچ ته زمینه برابره کړې ده.
نړیوالو بندیزونو او د تیلو د بیې راټیټیدو د روسیې اقتصادي کړکیچ ته زمینه برابره کړې ده.

نن په ماسکو کې یو ډالر په ٦۴ روبلو پلورل کیږي چې پرون یو ډالر ٨٠ روبلو ته جگ شوی وو. د روبلو ارزښت له هغې وروسته لږ تم شو چې مرکزي بانک د پولي واحد د بیې په استحکام کې د مداخلې اعلان وکړ.

د روبل ارزښت بایلل دوه لاملونه لري چې دواړه د یو بل سره تړلي دي. د تیر کال راهیسي امریکا او لویدیځ په روسیه باندې اقتصادي بندیزونه لگولي دي او بلخوا په بازار کې د تیلو بیه راټیټه شوي ده چې د روسیې عایدات هم وروسره ټیټ شوي دي.

د سپینې ماڼی ویاند جاش ایرنېسټ د سه شنبې په ورځ وویل چې ولسمشر اوباما به د روانې اونۍ تر پایه په روسیه باندې د نویو بندیزونو وړاندیز لاسلیک کړي.

د امریکا کانگرس د شنبې په ورځ د اوکراین د خپلواکی د ملاتړ لایحه تصویب کړه چې د اوکراین سره د نظامي مرستو، او د روسیې د تیلو په سکتور کې په پانگه اچوونکو باندې د بندیزونو غوښتنه کوي.

د سپینې ماڼی ویاند جاش ارنیسټ وویل "ولسمشر د کانگرس لخوا د وړاندې شوي لایحې د لاسلیک کولو پلان لري خو په دې اړه ېې یوشمیر اندیښنې هم شته چې دغه مسوده زموږ متحدینو ته یو ډول مغشوونکی پیغام ورکوي، ځکه چې په دې کې د روانو مذاکراتو په اړه هیڅ هم نه دي ویل شوي.

د اوکراین د خپلواکۍ د ملاتړ لایحه چې د امریکا د سنا مجلس تیره اونۍ تائید کړه، ولسمشر اوباما ته ددې اختیار ورکوي چې د اوکراین حکومت ته د ٣٥٠ میلیونه ډالرو وسلې ورکړي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د روسیې د پولي واحد روبل ارزښت یوازي د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا د اقتصادي بندیزونو له امله نه دی رالویدلی بلکې په دې کې د تیلو د بیې ټیټوالی هم نقش لري.

جان کیري زیاته کړه چې واضح ده چې ټولو احساس کړی دی چې په تیرو څو ورځو کې د روسیې په پولی واحد روبل باندې څه وشول او تر څومره فشار لاندې ده، خو دا معلومه خبر ده چې د اروپایي ټولنې او امریکا هڅه دا وه چې روسیه او ولسمشر پوټین په دې باور وکړي چې په خپل سر د کیریمیا نیول، او په اوکراین کې د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کول او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا خپلواکي تر پښو لاندې کول، ېو قېمت لري، او د بندیزونو هدف همدغه و.

هغه زیاته کړه چې د بندیزونو هدف دا دی چې ولسمشر پوټین د کریمیا او اوکراین په اړه بل ډول فکر کولو ته راوبلل شي، او که یې فکر بدل کړ نو دا بندیزونه به په څو ورځو کې بیرته لیري کړل شي.

امریکا نور بندیزونه لگوي خو روسیه وایي چې دوی یې تاب لري. د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف وویل چې بندیزونه زور لري، خوند نه کوي خو دوی ته دومره زیان نه رسوي.

هغه زیاته کړه "زه ډاډ درکوم چې روسیه به نه یوازي له دې روغه راووځي بلکې تر پخوا به لا ډیره قوي شي. روسیه د خپلې راتلونکې ویره نلري، خو اوکراین یې باید ویره ولري.

اروپایي ټولنې او امریکا په روسیه باندې د کیریمیا د نیولو او په اوکراین کې د یاغیانو د ملاتړ کولو له امله بندیزونه لگولي دي. او دغه روان کړکیچ د سړې جگړې نه راپدیخوا د روسیې او لویدیځ ترمنځ تر ټولو ستر جنجال بلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG