د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین د امریکایي دیپلوماتانو د ایستلو نه ډډه وکړه


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت غوښتل چې د واشنگټن نه د غچ اخیستلو په مقصد امریکایي دیپلوماتان وباسي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت غوښتل چې د واشنگټن نه د غچ اخیستلو په مقصد امریکایي دیپلوماتان وباسي

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین وایي چې د خپل خارجه وزیر وړاندیز به ونه مني چې د امریکا د اقدام په مقابل کې ورته اقدام وکړي او امریکايي ډیپلوماتان د روسیې څخه وباسي.

ولادیمیر پوتین وویل غواړي انتظار وباسي چې د امریکا د متحده ایالاتو نوی حکومت چې د جنورۍ په ۲۱ کار پیل کوي، د روسیې سره څه ډول اړیکې پالي.

خو د منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ یو ویاند ویلي دي چې ښاغلی ټرمپ تر اوسه داسې کوم پلان نه لري چې د روسي دیپلوماتانو د ایستلو او د نومبر د میاشتې په انتخاباتو کې د د روسیې د لاسوهنو په اړه د ولادیمیر پوتین سره وگوري.

شان سپایسر وویل چې "سمدستي داسې کوم پلان نشته. اوس د منتخب جمهور رئیس عمده اولیت دادی چې راتلونکې اونۍ د استخباراتي مشرانو څرگندونې واوري".

دا په داسې حال کې دي چې د جمعې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل غواړي ٣٥ امریکایي دیپلوماتان له خپل هیواد نه وباسي او امریکایي دیپلوماتان په مسکو کې له دوو تاسیساتو نه له استفادې څخه منع کړي.

دوی وایي دغه کار د واشنگټن له لورې پر روسیې باندې د نویو بندیزونو او د روسي دیپلوماتانو د ایستلو په بدل کې کوي.

د پنجشنبې په ورځ جمهور رئیس باراک اوباما امر وکړ چې د روسیې د استخباراتو د ادارې ٣٥ کار کوونکي دې په ٧٢ ساعتونو کې د امریکا نه ووځي. همداشان د روسیې د استخباراتو په دوه مهمو ادارو هم بندیزونه وضع شویدي. د استخباراتو د ادارې پدې کار کوونکو دا شک دی چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې لاس وهلی او د کمپیوټرونو نه یې معلومات غلا کړیدي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاوروف جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ته له روسیې نه د امریکایي دیپلوماتانو د اخراجولو وړاندیز کړی و. ښاغلي لاوروف ویلي چې د امریکا په انتخاباتو کې د لاس وهنې په اړه پر روسیې باندې لگیدلي تورونه بې بنسټه دي.

د روسیې صدراعظم دیمتري مډویډف په پخل فیسبوک پاڼه لیکلي "دا خواشینونکې ده چې د اوباما اداره چې زمونږ سره د اړیکو د بیا ایجادولو په هڅه یې کار پیل کړ، اوس د خپل ماموریت وروستۍ سلگۍ په روسیې ضد" عمل پای ته رسوي.

ښاغلی مډویډف په ٢٠٠٩ کې د روسیې د جمهور رئیس په توگه دنده ترسره کوله چې هغه وخت د امریکا جمهور رئیس باراک اوباما د روسیې سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوله.

په مسکو کې د امریکا د سفارت ویانده ماریا ولسن وایي چې دوی تر اوسه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څخه د غچ اخیستنې اړوند رسمي اسناد نه دي ترلاسه کړي. هغه زیاتوي چې د روسیې له لورې د بندیزونو خبر یې د رسنیو له لارې اوریدلی دی.

میرمن ولسن ددې په گډون چې څومره کسان په مسکو کې د امریکا په سفارت کې کار کوي، د زیاتې تبصرې نه ډډه وکړه.

XS
SM
MD
LG