د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: امریکا دې بیا سوریه کې په حکومت پلو ځواکونو برید نکوي


روسیې د یکشنبې په ورځ (جون۱۱) وویل چې امریکا ته یې ویلي چې بیا دې په سوریه کې د رژیم په ملاتړو ځواکونو هوايي بریدونه نکوي.

روسیه وایي د امریکا دا اقدام نه مني.

روسيې دا خبره له هغه وروسته امریکا ته وکړه چې امریکا تېره میاشت یې د بشار الاسد د حکومت په ملاتړکوونکو ملېشو هوايي برید وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیرسرگي لاروف د امریکا د بهرینو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ته د شنبې په ورځ په ټیلیفون کې دا پیغام ورکړی.

د روسېې د بهرینو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې ټیلیفون د امریکا د بهرنېو چارو وزیر کړی و.

امریکايي چارواکو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي وو، چې ځواکونو یې په سوریه کې په هغو ملیشو چې د جمهورریس بشارالاسد د حکومت ملاتړ کوي هوايي برید کړی دی. چارواکو زیاته کړه چې دغو ملیشو د سوريي په جنوب کې د امریکا سرتیرو او هغو یاغیانو ته چې امریکا يې ملاتړ کوي خطر متوجه کړی و.

روسيه وايي په داسې وخت کې چې د سوريي جگړې ته د یو سیاسي حل د ایستلو دپاره هڅې کیږي، د امریکا دغه اقدام به د هغو هڅو مخه ډب کړي او د سوريې د ملي حاکمیت څخه سرغړونه ده. سورېه په منځني ختیځ کې د روسیې ېو مهم متحد هیواد گڼل کیږي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف په څرگنده ډول، په سوریه کې په حکومتي پلو ځواکونو د امریکا په برید واضح مخالفت وښود او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څخه يې وغوښتل چې داسي گامونه باید پورته کړي چې په راتلونکې کې د داسې پېښې د تکرار مخه ونیسي.

د رویټرز خبري اژانس وایي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي دي چې دواړو د سوریې د وضعیت په اړه خپلې ارزیابۍ تبادله کړي. دواړو مشرانو دغه راز تایید کړ، چې خپله همکاري به زیاتوي چې په سوریه کې جنگ ختم کړل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړه چې لاروف او ټیلرسن د قطر او د عربي هیوادونو ترمنځ د اختلافاتو د ختمولو په باب هم بحث وکړ او ددغې لانجې د ختمولو د پاره یې په خبرو ټینگارکړی دی.

دغه راز هغوی د امریکا او د روسیې په اړیکو او دواړو هیوادونو د چارواکو د پلان شوو ملاقاتو په اړه هم خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG