د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیه بیا د حلب د جګړې په ختمولو خبرې کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سره د ایټالیا په روم کې ولیدل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف سره د ایټالیا په روم کې ولیدل

امریکا او روسیه د یوې میاشتې بن بست وروسته اوس هڅه کوي چې د سوریې د حلب د جگړې د ختمولو په نویو لارو چارو غور وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې په همدې موضوع به په راتلونکې اونۍ کې امریکایي او روسي دیپلوماتان په ژنیو کې خبرې پیل کړي.

د خپل ایټالوي سیال سره په روم کې په گډ خبري کفرانس کې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د حلب ښار ته د بشري مرستو د رسولو غږ وکړ.

«هیله من یم چې حلب ته به بشري مرستې ورسیږي او که موږ هلته د گډ کار کولو او له ښار څخه د خلکو د وتلو یو چوکاټ برابر کړ چې حلب له دې ناورین څخه خلاص شي.»

هغه وویل چې فکر کوي چې په ژینیو کې خبرې اترې بیا پيل کیدای شي.

جان کیري په روم کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرگي لاوروف سره تر لیدلو وروسته وویل چې هڅه کوي د روسیې د حکومت او یاغیانو تر منځ د د خبرو اترو امکانات برابر شي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه چې سوریې د کورنۍ جگړې د ختمولو خبرې اترې باید ډېر پخوا شوې وای، او حکومت هر وخت خبرو ته چمتو دی.

«دا کار باید پخوا شوی وای. ما د ستیفن دي مستورا سره ولیدل او یو ځل بیا مې وهڅولو چې د مذاکراتو پر پروسه کار وکړي.»

جان کیري او سرگي لاوروف د ایټالیا په کوربتوب د مدیترانې په اړه د کنفرانس لپاره روم ته تللي وو.

ښاغلي کیري وویل چې د چهارشنبې په ورځ د اروپا د امنیت په اړه په هامبورگ کې غونډه کوي، هلته به یو ځل بیا د سیال سرگي لاوروف سره وگوري.

واشنگټن پر مسکو تور لگوي چې په سوریه کې یې جنگي جرمونه او بشري جنایات کړې دي، خو لاوروف د سوریې د وضیعت پړه پر ملگرو ملتونو او امریکا اچوي.

XS
SM
MD
LG