د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ له زوم څخه د روسیې سره د اړیکو پوښتنه کيږي


جارډ کوشنر د ایوانکا ټرمپ میړه دی او د ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې یې ډېر فعال نقش درلود
جارډ کوشنر د ایوانکا ټرمپ میړه دی او د ولسمشر ټرمپ په انتخاباتي کمپاین کې یې ډېر فعال نقش درلود

د متحده ایالاتو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ زوم او سلاکار جارډ کوشنر ومنله چې د روسیې سره د خپلو اړیکو په اړه د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.

سپینه ماڼۍ وایي کوشنر به د سنا د مجلس د هغې کمیټې استماعیه غونډې ته ورشي چې په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه تحقیقات کوي.

ښاغلی کوشنر تر اوسه پورې ټرمپ ته تر ټولو نژدې کس دی چې د سنا د استخباراتو کمیټې ته ورغوښتل کیږي.

د سنا د استخباراتو کمیټه غواړي چې د ښاغلي کوشنر او په واشنگټن کې د روسیې د سفیر ترمنځ د ملاقاتو په جزئیاتو خبر شي.

د ټرمپ زوم کوشنر په تیر دسامبر میاشت کې د روسیې له سفیر سرگي کیسلیک سره دوه ځلې لیدلي و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه وایي چې سناتوران په واشنگټن کې د دوو ملاقاتونو برسیره د کوشنر او د روسیې د یو بانک د مشر ترمنځ د اړیکو په اړه هم پوښتنې لري.

کوشنر په ٢٠١۴ کال کې د یوه روسي بانک له مشر سره لیدلي و.

د سپینې ماڼۍ ویاند، ورځپاڼې ته ویلي دي چې د بهرنیانو سره د ښاغلي کوشنر لیدل کتل عادي خبره ده او د ټرمپ په کمپاین کې یې مسؤلیت و.

د امریکا استخباراتي ادارې په دې باور دي چې د روسیې حکومت د یوې داسي تگلارې ملاتړ کړی دی چې د امریکا پر انتخاباتو کې نفوذ وکړي.

د دیموکرات گوند د ایمیلونو په غلا کولو کې یې لاس درلود او بیا یې داسې معلومات خپاره کړل چې هیلري کلنټن ته یې زیان ورسولو او ډانلډ ټرمپ ته یې گټه ورسیدله.

تیره اونۍ د اف بي ای رئیس جیمز کومي تائید کړله چې په انتخاباتو کې د روسیې د حکومت پر لاس وهنو تتحقیقاتو کوي او په دې اړه یې پلټنې پیل کړي دي چې د ټرمپ د کمپاین چارواکو د روسیې سره څه ډول اړیکې درلودلې.

د ټرمپ بو نژدې ملگری راجر سټون، نژدې سلاکار کارټر پیج او د انتخاباتي کمپاین لومړنی رئیس پال منافورت د اف بي ای لخوا تر تحقیقاتو لاندې دي.

XS
SM
MD
LG