د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین په اوکراین کې د مداخلې د حق لغوه کول غوښتي


د پوتین او د اوکراین د نوي ولسمشر وروستۍ خبرې

د پوتین او د اوکراین د نوي ولسمشر وروستۍ خبرې

د روسیې دولتي رسنۍ وایي جمهور رئیس پوتین د روسیې له پارلمان نه غوښتي چې هغه حق فسخ کړي چې دوی د روسیې پوځونو ته په اوکراین کې د مداخلې دپاره ورکړی و.

د راپورونو له مخې جمهور رئیس پوتین دا غوښتنه د سې شنبې په ورځ د پارلمان د مشرانو له جرگې نه کړې ده.

دا په داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روسیې د ولسمشر ولادیمېر پوتین نه غوښتي چې په اوکراین کې د سیاسي کړکیچ د کمولو په موخه د هغه هیواد د مشر پیتر پروشنیکو د پلان د پلي کولو دپاره د کیف سره نږدې همکاري وکړي.

ښاغلي اوباما دوشنبې ناوخته د جمهور رئیس پوتین سره تیلفوني خبرې کړي او سپینه ماڼۍ وایي ښاغلي اوباما له ښاغلي پوتین څخه وغوښتل چې اوکراین کې په روسي پلوه بیلتون غوښتونکو فشار واچوي چې د یوې اونۍ اوږد اوربند مراعات کړي او د روسیې او اوکراین ترمنیځ شه سرحدي سمیو کې د وسلو لیږدول بند کړي.

د سپنې مانۍ ویاند جاش ایرنست وویل "دا څرگنده ده چې جمهور رئیس پروشنکو غواړي چې ډیره زېاته هڅه وکړي چې مسله حل کړي او په ټول هیواد کې چې دی ېې اداره کوي سوله او امنیت ټینگ کړي. هغه څه ته چې مونږ ضرورت لرو هغه د جمهور رئیس پوتین او روسیې همکاري ده چې دا غوښتنه په حققت بدله کړي."

داسی ښکاری چې د روسي پلوه بیلتون غوښتونکېو او د اوکراین حکومتي قواو ترمنځ اوربند یوه ورځ وروسته له هغه نه هم دوام لري چې د یاغېانو مشرانو د کیف له چارواکو سره په یوه موقتی متارکه موافقه وکړه.

د اوکراین د لویدیځو عملیاتو ویاند ولادیسلوف سلسنوف وویل یاغیانو دوشنبې ماښام د سولوانسک په شمال کې په یو اوکرایني اډې برید وکړ خو د شپې جگړه نده شوې.

بلخوا د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو مشر چې د اوکراین په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې جنگیږي وویل چې یاغیان به د جون تر ٢٧ پورې متارکه مراعات کړي چې د ښاغلي پروشنیکو د اوربند اعلان سره موازي ترسره شي.

هغه وویل "مونږه موافقه وکړه چې اوربند مراعات کړو او هیڅ پوځي فعالیت ونکړو. د اوربند نیټه به هم همغسې پاتې شي چې د کیف له خوا اعلان شوې ده."

دا اعلان په داسې حال کې وشو چې روسي او اوکرایني پلاوي د کړکیچ د ختمولو په موخه مزاکرې وکړې.

د دونسک په مذاکرو کې د روسي پلاوي په گډون د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان پلاوی هم برخه اخیستې وه.

د دوشنبې په ورځ اروپایي اتحادیې گواښ وکړ که چېرې مسکو د پروشینکو د سولې نوښت سره په همکارۍ کې پاتې راشي په روسیې باندې نور بندیزونه ولگوي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاینمایر وویل " د سولې پلان کیدای شي د کړکیچ د خپریدو په مخنوي کې اغیزمن ثابت شي او وضعیت به ارامه کړي. دا ټولو خواو په همکارۍ پورې تړلی ده. دا واضح خبره ده چې زه دلته د روسیې په نقش خبری کوم. "

امریکا او اروپایي اتحادیه تر اوسه پورې په روسیې باندې د اقتصادي بندیزونو د لگولو نه ډډه کړې خو د اوکراین په ټاپووزمي کریمیا باندې له برید و ولکې وروسته یې د روسیې په ځینو مهمو خلکو او کپمنیو باندې بندیزونه ولگاول.
XS
SM
MD
LG