د لاس رسي وړ اتصالات

ویلادیمیر پوتین: امریکا په نړی د واکمنې خوبونه ویني


د روسیې جمهور رئیس ویلادیمیر پوتین
د روسیې جمهور رئیس ویلادیمیر پوتین

د روسیې جمهور رئیس ویلادیمیر پوتین امریکا په دې غندلې ده چې د سړې جگړې نه را وروسته د داسي تفکر خاونده شوې ده چې غواړی په ټولي نړۍ باندي واکمني وکړي.

ښاغلي پوتین پرون د جمعې په ورځ د روسیې د سوچی په جنوبي ښار کې وینا وکړه او ویې ویل چې په اصطلاح « د سړې جگړې گټونکو» د نړۍ د عنعنوي موازنې او پرتلې نظم وران کړی دی. د کریملین مشر وویل چې واشنگټن کوشش کوي نړۍ په یو اړخیز امر او فرمان سره اداره او د هغې مشري وکړي.

ښاغلي پوتین د لویدیځ د سیاسي امتیاز او لویي غوښتني مفکوره د یوکراین د بحران سره مربوطه وگڼله.

ښاغلي پوتین وویل چې امریکا او د هغې انډیوالان د هغه په قول په یوکراین کې «د دولتي کودتا» مسئول دي چې د هغه وخت جمهور رئیس ویکتور یانو کو ویچ یې چې د روسیې سره یې قوي اړیکي درلودې د قدرت نه را وپرځاوه.

ښاغلي یانو کوویچ ته د یوکراین خلکو زیاتي مظاهرې وکړې او د روان کال په سر کې یې د کیف نه پسې واخیست. او ښاغلي پوتین وویل چې دې کار یوکراین په گډوډیو او کورنۍ جگړې کې را ښکېل کړ، چې ډیر زیات خلک یې ووژل شول.

د روسیې مشر وویل چې دی د یوکراین د اوسني حکومت له خوا هیڅ ډول کومه هیله او غوښتنه نه شي لیدلای چې دا وښئي چې په ختیځ یوکراین کې دي د روسیې د طرفدارو بېلتون غوښتونکو سره اختلافات د خبرو له لاري حل کړي.

XS
SM
MD
LG