د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د غنمو پر صادرولو بندیز لگولی


په روسیې کې د روانۍ وچکالئ ساری په دغه ملک کې په تیرو سلو کلونو کې نه دی لیدل شوې.

حکومت سر له نن نه د غنمو په صادرولو بندیز ولگاوه چې د خوراکي موادو د بیو د لوړیدلو مخنیوی وکړي.

دغه بندیز په دې میاشت کې د روسیې صدراعظم ولادمیر پوتین اعلان کړ. هغه وویل، چې کیدای شي د سږکال د حاصلاتو کموالی ٦٠ ملیونو ټنو ته ورسیږي او علت یې په ملک وچکالي، د اورلگیدلو پیښې او همدارنگه د تودوالي د اندازې ډیریدل وښودل.

دد ملک د ٢٠٠٩ کال ټول حاصلات ٩٧ ملیونه ټنو ته رسیدل.

روسیه ٧٩ ملیونو ټنو ته اړتیا لري تر څو د ملک اړتیاوې پوره کړي. د سږکال د حاصلاتو کموالی کیدای شي د ملک له زیرمو نه پوره شی.

د روسیې لخوا د غنمو په صادراتو بندیز به ددې سبب شي چې په نړی کې د غنمو بیه لوړه شي او په منځني ختیځ او اروپا کې یې اغیزې ښکاره شي. روسیې په تیرو وختونو کې مصر، ترکیې، سوریې او ایران ته غنم صادرول.

د شنبې په ورځ په ماسکو کې د ماسکو په ښار کې بارانونه وشول او دا ددې سبب شول چې په ښار کې د تودوخي درجه ټیټه شي او د لوگي اندازه چې د اورلگیدلو له سببه پیدا شوي دي، کمه شی.

چارواکي وايي چې د ماسکو په ځنوبرخو کې اوس هم اورلگیدلي دي او همدا اوس د اورلگیدنې ٥٠٠ پېښې شمیرل شويد ي. د همدې اورونو په سبب تر اوسه پورې د دوه نیم لکو نه زیاته ځمکه سوځیدلې ده.

د روسیې د عاجلو حالاتو وزارت وايي هغه اور چې ددې هیواد د اتمي تاسیساتو خواته روان ؤ اوس تر قابو لاندې راغلی دی.

په رسمي ډول ددغو اولگیدلو په پیښو کې د تلفاتو اندازه ٥٢ ده خو پخوا د ماسکو مامورینو ویلي ؤ چې د اورلگیدلو د پیښو نه وروسته د خلکو مړینه دوه چنده شویده.

XS
SM
MD
LG