د لاس رسي وړ اتصالات

غني پر طالبانو او حکمتیار پر ډلې د سولې غږ وکړ


افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې، په زرګونو افغانان ووژل شول او سلګونو زره نور له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شول
افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو د یرغل په کلونو کې، په زرګونو افغانان ووژل شول او سلګونو زره نور له خپل هیواد څخه وتلو ته اړ شول

د دلوې ۲۶مه نېټه، چې له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو د وتلو له ۲۷مې کلیزې سره برابره ده د دوشنبې په ورځ په پلازمینې کابل او یو شمیر ولایتونو کې د غونډو په ترسره کولو ولمانځل شوه.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، په ارګ کې د دغې ورځې په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په وینا کې وویل، اوسمهال د سولې عمومي چوکاټ برابر او د سولې د لارې نقشه ترتیب شوې او زیاته یې کړه، چې مخالفانو ته تر ټولو ښه فُرصت دی ترڅو له خپلو وطنوالو سره جګړه او وسله‌وال مخالفت بس کړي.

ولسمشر غني وویل، که وسله‌وال مخالفین په سیاسي نظام کې د ګډون غونښتونکي وي، نو د افغانستان اساسي قانون د هیچا لار نه ده نیولې.

ولسمشر غني وویل"د طالبانو په ټولو ډلو، د حکمتیارصاحب په مشري اسلامي حزب او نورو مخالفانو آواز کوم، چې راشي د سولې له کاروان سره دې یو ځای شي، هره مخالفه ډله که موږ سره د سولې او ورورولي ژوند کوي زموږ غیږ ورته خلاصه ده او استقبال یې کوو."

افغان ولسمشر زیاته کړه، کله چې د خبرو زمینه برابره وي، جګړې ته اړتیا نشته او سوله نه یوازې د خلکو بلکې د مخالفو وسله‌والو ډلو په ګټه هم ده.

افغان ولسمشر وویل "ټول باید پوه شي، چې د جګړې او ناامنیو له لارې یوازینی حاصل چې ترلاسه کیږي، د هیواد لا ویجاړیدل، د خلکو در په درۍ او د افغانستان انزوا ده، د جګړې ناوړې پایلې یوازې پر خلکو اغیز نه کوي، بلکې دا ډلې اړ باسي، چې هره ورځ د نوي بادار دروازه وټکوي او د هغوی د ملاتړ تمه وکړي."

ولسمشر غني وویل، د جهاد او دین په نوم د واک د تر لاسه کولو جګړه نور په دغه هیواد کې ځای نه لري.

دغه راز، په دې غونډه کې د حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله د سولې مخامخ خبرو پر پېلدو ټینګار وکړ.

هغه له وسله‌والو مخالفینو څخه وغوښتل، چې په افغانستان کې د سولې د ټينګیدو لپاره خپل نظر او فکر له افغان حکومت سره په مخامخ خبرو کې مطرح کړي.

اجرائیه رئیس وویل "...زموږ پیغام ورته دا دی، چې د جګړې لارې، په زورزیاتي او د بې‌ګناه خلکو په وژنې چیرته نه رسیږئ، که کوم ارمان لرئ، فکر لرئ، کوم نظر لرئ، راشئ د مذاکرې میز ته او خپله مسئله مطرح کړئ."

دغې غونډې ته د پخواني ولسمشر مرستیال محمد کریم خلیلي وویل، افغان ولس د جګړې پلوي نه دی او زیاته یې کړه، چې افغان حکومت او سیاسي ګوندونه دې هڅه وکړي چې افغانستان له اوسني کړکېچ څخه رابهر کړي.

محمد کریم خلیلي وویل، افغانان د باعزتې سولې غوښتونکي دي او هیڅ څوک نشي کولی چې پر افغانانو ذلیلانه سوله وتپي.

هغه وویل "عزتمنده سوله زموږ د ټولو آرزو ده، ذلیلانه سوله نه زموږ حکومت غواړي، نه یې زموږ امنیتي ځواکونه غواړي او نه یې زموږ ولس غواړي."

له بلې خوا د جهاد پخواني مشر صبغت الله مجددي په دې غونډه کې پر پاکستان تور ولګوه، چې د افغانستان په روانو ناامنیو کې د دغه هیواد لوی لاس دی او وې ویل، چې د سولې روان څلوراړخیز مذاکرات به هیڅ پایلې و نه لري.

صبغت الله مجددي وویل، پاکستان د طالبانو په مټ، د افغانانو پر وژنې لاس پورې کوي.

هغه وویل "طالب له آسمانه نه راځي، طالب له پولې تیریږي او د پاکستان له خاورې دې خوا راځي، موږ نن له دې درکه هم کړیږو او اخر به اړ شو لکه څنګه مو چې د شوروي اتحاد په څیر د زبرځواک پر وړاندې مو د جهاد اعلان وکړ، د پاکستان پر وړاندې یې هم وکړو."

په همدې حال کې د افغانستان د حراست او ثبات په نوم یوې شورا په کابل کې د دلوې ۲۶مه نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځله.

د دغې شورا غړي او د جهاد پخواني مشر عبدرب الرسول سیاف وویل، هغوی د افغانستان د نظام د ړنګیدو غوښتونکي نه دي او زیاته یې کړه هغه سیاست چې افغان حکومت غوره کړی دا هیواد د تباهۍ کندې په لور بیايي.

عبدرب الرسول سیاف له افغان حکومت څخه وغوښتل، چې مجاهدینو ته د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې ځای ورکړي.

اوویشت کاله وړاندې په ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۴مه پخواني شوروي اتحاد لښکرې، په افغانستان کې د څه باندې نهو کالو جګړې وروسته، د وخت د شوروي اتحاد د سره پوځ د قوماندان جنرال بوریس ګروموف په مشرۍ د حیرتانو د پل له لارې چې د دوستۍ د پل په نوم نومول شوی وو، ووتلې.

له افغانستان څخه د پخواني شوروي عسکرو د وتل
له افغانستان څخه د پخواني شوروي عسکرو د وتل

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د سلواغې د شپږویشتمې ورځې مبارکي ورکړې ده.

طالبانو په دغه اعلامیه کې ویلي چې د شوروي اتحاد څخه وروسته د نړۍ نورو سترو ځواکونو د پخواني شوروي اتحاد د عسکرو په پله قدم کیښود اوپر افغانستان یې یرغل وکړ.

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه د ۱۳۵۸ کال د مرغومې په شپږمه افغانستان باندې یرغل وکړ چې له څه باندې نهو کالو وروسته له دغه هیواد څخه ووتل.

XS
SM
MD
LG