د لاس رسي وړ اتصالات

یوه روسۍ الوتکه وغورځېده او ۲۲۴ تنه په کې مړه شول


تراوسه د الوتکې د غورځېدو دقیق علت معلوم نه دی.

تراوسه د الوتکې د غورځېدو دقیق علت معلوم نه دی.

د مصر وزیر شریف اسمعیل د یوې روسۍ الوتکې غورځېدل تاید کړل، په پېښې کې ۲۲۴ تنه مړه شوي دي.

دغه روسۍ الوتکه مصر د شرم الشیخ د تفریحي ښار نه د پرواز نه نیم ساعت وروسته لویدلې ده.

مصري مامورین وایي د دغې ۳۲۱ایربس الوتکې په غورځېدو کې د ١٧ ماشومانو په شمول ٢١٧ تنه مسافر، او اووه عمله مړه شوي دي.

د سقوط ځای معلوم شویدی او د ژغورنې عملیات پیل شوی دي.

د صدراعظم دفتر مسول چارواکي ويلي چې صدراعظم سمدستې د حکومت او د امنیتي مامورینو سره غونډه کوي؛ په داسې حال کې چې د روسیي خارجه وزارت په خپل فیسبوک کې لیکلي دي چې وضعیت څاري.

دغه الوتکه د روسیی د پتسبرگ ښار ته روانه وه چې په محلي وخت د سهار په څه کم شپږو بجو، د پرواز نه نیم ساعت وروسته یې رپوټ ورکړو چې، د کنترول د برج سره تماس قطع شوی دی.

ځینې نا تایید شوی رپوټونه وایي چې پیلوټ راډیویي مخابره کې ویلي چې په الوتکه کی څه مشکل پیښ شوی دی.

XS
SM
MD
LG