د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: له هند او امریکا سره زموږ تړون زموږ ګاونډیانو ته بې ضرره دی


Harry Brown, 7, reacts to a butterfly on his face as poses with a Blue Morpho butterfly at the Sensational Butterflies Exhibition at the Natural History Museum in London.
Harry Brown, 7, reacts to a butterfly on his face as poses with a Blue Morpho butterfly at the Sensational Butterflies Exhibition at the Natural History Museum in London.

افغان ولسمشر حامد کرزي د جنوبي آسیا د همکاریو یا سارک سازمان د غړیو هیوادونو د مشرانو په اولسمه غونډه کې د مالدیف او سریلانکا له ولسمشرانو او د نیپال له صدراعظم سره وکتل.

رپوټ وايي، ښاغلي کرزي د سارک د هیوادونو له مشرانو سره په خبرو کې وویل چې له هند او همدارنګه امریکا سره د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو تړونونه د افغانستان او ګاونډیو ملکونو تر منځ پر اړیکو باندې اغیز نلري.
په دغو کتنو کې د سیمه ایزو همکاریو پر پراختیا، د سارک سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې، د طبیعي انرژۍ د کارونې او د ریل ګادي له لارې د سارک سازمان د غړیو هیوادونو پر نښلولو خبرې وشوې.
بل پلو، د هند او پاکستان صدراعظمانو په مالدیو کی د سیمه اییزو همکاریو د کلنی غونډی په څنده کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراختیا په موخه ناسته درلوده. د هند او پاکستان صدراعظمان یوه ورځ وروسته له هغه یو له بل سره گوری چی پرون ددی دوه و هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وویل چې خپل منځی اړیکی مخ په لا غښتلی کیدو او ښه کیدو دي خو لازیات کارونه په مخکې پراته دي.

XS
SM
MD
LG