د لاس رسي وړ اتصالات

په سعودي کې د شیعه ګانو په مسجد یو بل برید


دا لا نده معلومه چې چاودیدونکي مواد په موتر کې ایښودل شوي و او که ځانمرګي په ځان پورې تړلي و.
دا لا نده معلومه چې چاودیدونکي مواد په موتر کې ایښودل شوي و او که ځانمرګي په ځان پورې تړلي و.

د سعودي عربستان په شمال کې د شعیه ګانو په مسجد کې په چاودنې کې څلور تنه وژل شویدي. رپوټونه وایي چې ځانمرګي برید کوونکي د میرمنو جامې اغوستې وې او نن د جمعې په ورځ یې د الدمام په ایالت کې د شعیه ګانو مسجد ته نږدې چاودنه وکړله.

د العنود په جومات کې د چاودنې نه وروسته هرې خوا ته د خلکو چغې اوریدل کیدې. د مسجد د موټرو په تم ځای کې دود هم لیدل کیده او په لس ګونو موټرو اور اخیستی و. چاودنه هغه وخت وشوه چې امینتي ځواکونه موټر ته ورنږدې شول.

دا په تیرې یوې اوونۍ کې دویمه ځانمرګي حمله ده چې په سعودي عربستان کې په شعیه ګانو کیږي.د اسلامي دولت ډلې په ټویټر کې ویلي دي چې برید هغوي کړیدی.

د سعودي عربستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند جنرال منصور بن تُرکي وایي، برید کوونکي غوښتل چې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي مواد دننه په مسجد کې وچوي، خو د امنیت ساتنې مسؤلینو یې مخه ونیوله.

" دا د خدای رحم و چې امنیتي ځواکونو دا موټر مشکوک موټر وپیژانده او پدې سره د یوه غټ جرم د کیدو مخه ونیول شوه. که چیرته دا چاودنه د عبادت کوونکو په منځ کې شوې وه، نو زیات تلفات به یې پیښ کړی و او ډیر ورانی به یې کړی و. "

په عربي مطبوعاتو کې ویل شویدي چې ځانمرګي برید کوونکي د میرمنو تورې جامې او غټ ټیکری چې ټول بدن او سترګې پرې پټیږي، په سر کړی و. تر اوسه دا نده معلومه چې آیا هغه د ځان پورې بمونه تړلی و او که نه چاودیدونکي مواد یې په موټر کې ځای پر ځای کړی و.

د سعودي عربستان مفتي الاعظم، شیخ عبدالعزیز ال شیخ ټینګار وکړ چې دا چاودنه جرم دی او هر چا چې پکې لاس درلود، سزا به ورته ورکړل شي.

" الله پاک هغه څوک محکوم کوي چې دا شان جرمونه کوي او باید چې سزا ورته ورکړل شي ځکه چې هغوي شیطاني فعالیتونه کوي.

د سکایي نیوز عربي تلویزیون وایي د اسلامي دولت ډلې پخپل ټویټر کې ویلي دي چې دا برید هغوي کړیدی. تیره جمعه هم د سعودي عربستان د قاطف په ښار کې د شعیه ګانو په مسجد کې ځانمرګی برید شوی او لږ تر لږه دوه ویشت تنه پکې وژل شوی و. د اسلامي دولت ډلې ویلي و چې هغه برید هم دوي کړی و.

د امریکا د جورج ټاون په پوهنتون کې پروفیسر پال سولیان امریکا غږ ته ویلي دي چې په سعودي عربستان کې په شعیه ګانو دا ډول بریدونه د اندیښنې وړ دي ځکه دا بریدونه په داسې سیمو کې کیږي چې د تیلو له پلوه غني دي او د هغه هیواد اقتصاد ته تاوان رسوي.

د ښاغلي پال په وینا، دا ډول پیښې د سنیانو او شعیه ګانو تر منځ د تشدد اور ته نور هم پوکی وهي او د سعودي عربستان د مشرانو اعتبار کمزوری کوی. هغه وایي پدې بریدونو سره د اسلامي دولت ډله خلکو ته دا پیغام رسوي چې هر چیرته چې هغوي وغواړي، برید کولی شي.

XS
SM
MD
LG