د لاس رسي وړ اتصالات

هسپانیه او هالنډ د فوټبال اتلولئ ته نږدې دي


هسپانیه او هالنډ د فوټبال اتلولئ ته نږدې دي

هسپانیه او هالنډ د فوټبال اتلولئ ته نږدې دي

په جنوبي افریقا کې د ٢٠١٠ کال د فوټبال د نړیوال کپ وروستۍ لوبه د هالنډ او هسپانیې ترمنځ د یکشنبې په ورځ د جهانسبرگ د فوټبال د ښار په سټیډیم کې کیږي.

دواړه کوښښ کوي چې د لومړي ځل لپاره د فوټبال نړیواله قهرماني وگټي.

دا لومړی ځل دی چې د افریقا په خاوره کې د فوټبال د نړیوال کپ د گټلو لپاره مسابقه کیږي.

د هسپانیې او هالنډ د ټیمونو په منځ کې پخوا اته وراری لوبی شوی دي چه څلور وارې هسپانېې هالېنډ ته ماتی ورکړی وه.

المان او د فوټبال یو پخوانی قهرمان یوراگوای به خپله دریمه لوبه د شنبې په ورځ پورټ الیزابیت کې کوي.

هسپانیې المان ته د چهارشنبی په ورځ یو د صفر په مقابل کې په ډربن کې ماتې ورکړه او هالنډ یوراگوای ته په کیپټاون کې د سه شنبې په سیمې فاینل کې درې د دوو په مقابل کې ماتې ورکړې وه.

د فوټبال دا نړیوال ټورنامینټ په جهانسبرگ کې د جولای په ١١مه ختمیږي او ټاکل شوې ده چې د فوټبال د نړیوال جام بل تورنامنټ به په برازیل کې په کال ٢٠١۴ میلادي کې وشي.

XS
SM
MD
LG