د لاس رسي وړ اتصالات

عجب خان اپریدی چاپ شو


دا د صفیه حلیم اوولسم اثر دی چې چاپیږي.
دا د صفیه حلیم اوولسم اثر دی چې چاپیږي.

د پښتو ژبې د لیکوالې، څېړونکې او خبریالې صفیه حلیم یو بل تاریخي اثر" عجب خان اپریدی" هم چاپ شو. دا د صفیه حلیم اوولسم اثر دی چې چاپیږي.

صفیه حلیم د کتاب په لومړي مخ کې لیکلي " د اپريل ۱۴ نيټه او ميلادي کال ۱۹۲۳ و. د کوهاټ د چاوڼۍ يوې بنګلې ته نيمه شپه دوه کسان ورننوتل چې يو انګريز پوځي وتښتوي. دغه د ميجر(جګړن) اېلس بنګله وه، چې پخپله په کور کې نه و. د ده ميرمن او ځوانه لور په کوټې کې هم په يوکټ ويدې وې. په تېاره کې يوه کس په چاقو ووهل شو، جينۍ په څادر کې تاوه او له کوره بهر يوړل شوه. دغه جينۍ "مولي اېلس" او تښتوونکی یې عجب خان اپریدی او شهزاده خان اپريدی وو،چې وروڼه وو. "

آغلې حلیم وايي، چې عجب خان د افغانانو او پښتنو لپاره یو اتل و، چې له انګریزانو سره یې مبارزه کوله، خو انګریزان یې بیا ډاکو بولي.

د امریکا غږ خبریال، جعفر هاند، صفیه حلیم پوښتلې، چې ولې یې پر عجب خان کتاب ولیکه؟

please wait

No media source currently available

0:00 0:11:07 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG