د لاس رسي وړ اتصالات

سالنگ بند دی، مسافر د لارې خلاصون ته شیبې شماري


د سالنګ په دواړو خواو کې زیات شمیر مسافر د لارې د خلاصون ته انتظار دي. عکس: ارشیف
د سالنګ په دواړو خواو کې زیات شمیر مسافر د لارې د خلاصون ته انتظار دي. عکس: ارشیف

د دغې لویې لارې د ساتنې او څارنې مشر جنرال رجب امریکا غږ ته وویل چې که چیرې سبا ته په دغه لویه لاره د واورو د یخ د لویو ټوټو د ښوېیدلو احتمال موجود نه وي، نو دوی به دا لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیځي.

جنرال رجب وویل " لا هم سالنګونه د ټرافیکو پرمخ تړلي دي. د واورې اورښت زیات دی او توفان هم ورسره دی، هره شیبه د وارو د یخ د ټوټو د ښویدلو احتمال شته، د همدې له امله تر سبا پورې لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده، که سبا ته د واورو د ښوېیدلو توفان نه وي او داسې څه پیښ نه شي چې مسافرو ته په کې د زیان د رسیدلو احتمال وي، نو دا لاره به د دوه ساعتونو له پاکولو وروسته سبا ته پرانیستل شي ".

هغه وویل چې د سالنګ په دواړو خواو کې په زیات شمیر مسافر د لارې د خلاصون لپاره شیبې شماري.

د دایکندي او بامیانو مواصلاتي لار

د توفان سره جوخت د واورو اورښت د بامیان – دایکندي د تگ راتگ لار بنده کړې ده.

د دې دواړو ولایتونو سیمه ییز چارواکو د امریکا غږ خبریال ظفر بامیاني ته ویلي دي چې د تیرې شپې واورو د دایکندي ولایت د اکثرو ولسوالیو لاره بنده کړې ده.

د قوناق او شاتو کوتلونه چې دایکندي د بامیان او کابل سره وصلوي اوس په بشپړه توگه تړل شوي دي.

د بامیان مقامات وایي د حاجیگک او شیبر کوتلونه بند دي او د کابل سره ددې ولایت مواصلاتي لار هم تړلې ده.

د دایکندي د والي مرستیال حبیب الله رادمنش د امریکا غږ ته وویل چې ددې ولایت ټولو ولسوالیو ته غزیدلې لارې بندې دي او د هوا د توفان له کبله قراردادی شرکتونه هم نه شي کولای چې دغه لارې پاکې کړي.

له بلې خوا د بامیان د محلي ادارې ویاند او مطبوعاتي مسؤل عبدالرحمن احمدي د امریکا غږ ته وویل چې له ټولو مسافرو څخه غواړي چې د توفان او وارې د اورښت د پای ته رسیدو پورې کابل او نورو ولایتونو ته له سفر کولو ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG