د لاس رسي وړ اتصالات

یوسفزی: ملا برادر به وروستی بندي وي چې آزاد سي


Samay Yousufzai
Samay Yousufzai
د پاکستان ایکسپرس ورځپاڼې لیکلي دي چې پاکستان د کرزي د سفر په موقع ځینې طالب بندیان خوشي کوي.

په اسلام آباد کې د نیوزویک د مجلې خبریال سمیع یوسفزی وايي چې پاکستان تل ویلي دي چې طالب بندیان خوشي کوي.

اوس هم د طالبانو کوم یو نیم سل تنه مشران، قوماندانان او وزیران د پاکستان په زندانونو کې پراته دي او یو شمیر یې خوشي شوي دي خو لا هم اویا ، اتیا کسه طالبان یا د پاکستان په مختلفو زندانونو کې پراته دي او یا لا درکه دي. مثلا ویل کیږي چې استاد یاسر د پاکستان حکومت نیولی دی، خو تراوسه پورې یې درک نشته.
همدا شان یو شمیر طالبان چې د جنرال مشرف په وخت کې نیول شویدي، تر اوسه پورې یې کورنې نه پوهیږي چې مړه دي که ژوندي.

سمیع یوسفزی وایي یو شمیر مهم کسان لکه د طالبانو د عدلیي وزیر ملا طرابي او یو شمیرنورکسان خوشي شویدي، خو که د نواز شریف حکومت بندی طالبان خوشی کوي، نو ملا برادر به په کې وروستی کس وي چې خوشی شي. سمیع یوسفزی خوشبین دی چې نوازشریف به ډیر بندي طالبان خوشې کړي.

د سمیع یوسفزي سره د زیبا خادم مرکه دلته واورې.


XS
SM
MD
LG