د لاس رسي وړ اتصالات

برني سنډرس د وایمنګ ایالات مقدماتي انتخابات وګټل


په امریکا کې د مقدماتي انتخاباتو په لړ کې په دیموکراتانو کې برني سنډرس د وایمنګ په ایالت کې هیلري کلنټن ته ماته ورکړې ده.

دا په هغو نهو ایالتونو کې چې په دې وروستیو وختونو کې پکښې مقدماتي انتخابات شوي دي، اتم ایالت دی چې سنډرس یې ګټي خو اوس هم د استازو د شمیر په حساب هیلري ترې مخکې ده.

تقریبا یوه اونۍ مخکې، کلنټن تر سنډرس ۳۰۰ استازي مخکې وه خو اوس ترې ۲۱۹ استازي مخکې ده.

په عین وخت کې د کولورادو په ایالت کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند په غونډه کې رایې اچونه ادامه لري او ټیډ کروز تر خپلو سیالانو مخکې دی.

خو د کروز نه بیا ډونالډ ټرمپ ډیر استازي لري. د ټرمپ رقیبان اوس هڅه کوي چې هغه ۱۲۳۷ استازي و نه ګټي چې د ګوند د کاندیدیو لپاره ورته ضرورت شته.

که چیري کوم کاندید هم ۱۲۳۷ استازي و نه ګټي نو د ګوند په عمومي غونډه کې به راټول شوي استازي فیصله وکړي چې څوک د ګوند کاندید شي.

د اپریل په ۱۹ نیټه به د امریکا د نیویارک په ایالت کې مقدماتي انتخابات وشي. سرویګاني ښيي چې په دغه ایالت کې کلنټن تر سنډرس مخکې ده. سیاسي مبصرینو ویلي دی چې کلنټن تمه لري چې په نیویارک کې به د سنډرس نه په لوی توپیر سره انتخابات ګټي.

د جمهوري غوښتونکو ترمنځ به هم په نیویارک کې سیالي وشي. د دغه ګوند مخکښ کاندید ډونالډ ټرمپ د نیویارک دی او سرویګاني ښيي چې هغه تر خپلو دواړو سیالانو کروز او کېسیک نه په دغه ایالت کې مخکې دی.

XS
SM
MD
LG