د لاس رسي وړ اتصالات

د توپان وروسته دوه میلیونه امریکایان برېښنا نلري


د دوه ملیونو نه زیات خلک اوس هم د امریکا په شمال ختیځ کې د سنډی د طوفان نه وروسته بریښنا نلري. په داسي حال کې چې د نیویارک په کوز منهاتن کې پرون بریښنا بیرته فعاله شوه د ښار د نورو برخو په خاصه توگه د سیټن د ټاپو او کوینز اوسیدونکي چې په دې سړې هوا کې یی تر اوسه پوري بریښنا بیرته نه ده چالانه شوې، ډیر پریښانه دي.

د نیویارک ښاروال مایکل بلومبرگ د هغو خلکو نه چې بریښنا نلري په تیره بیا د سپین سرو او سپین ږیرو نه غوښتي دي چې خاصو سرپناوو ته ولاړ شي چې یخني یې و نشي او توده ډوډۍ وخوري.

په عین حال کې د نیویارک مامورینو په دې خلک مغشوش کړل چې وی ویل په ټول ښار کې د پطرولو د ویش په ټانکونو کې پطرول مفت ورکول کیږي، خو وروسته یی وویل چې هغه خلک چه عاجل ضرورت لری اوهغه کسان چې اول ورسیږی، هغوي ته به پطرول ورکړل شي.

په نیوجرسي کې والي کریس کریستي، د راشن پلان جوړ کړیدی چې هغه موټروانان اول په خپلو موټرو کې تیل اچولی شی چې د نمبر پلیت اخري نمبر یې جفت عدد وی او یا یې د تاریخ اخري عدد جفت عدد وي.

والی کرستي د ولسمشر براک اوباما له دی کبله وستایه چې د طوفان ځپلو سره یې مرسته وکړه، خو د نیوجرسی طوفان ځپلي خلک شکایتونه لري.

د کناټیکت یوې ورځپانې لیکلي دی چې سیاستمدارانو ددغه ایالت د بریښنا په دوه غټو کمپنیو ځکه اعتراضونه وکړل چې ویلي یې وو توقع نه لري چه دوی به وکړی شي چې تر دوشنبې او سه شنبې پوري بریښنا بیرته چالانه کړي.
XS
SM
MD
LG