د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکې ولسمشر براک اوباما پرون د نیوجرسي ایالت ته ورغی او دهلیکوپټر په وسیله ېې هغه سیمې وکتلې چې د سنډي په سمندري طوپان کې ورانې او وېجاړې شوي وې.
کله چې دغه تباه کوونکي طوپان دامریکې ختیځو ساحلي برخو ته را ورسیدی نو د نیو جرسي ایالت ساحل یې تر ټولو زیات وځپی او ډېر کورونه یې پکې خراب کړل.

اوباما ددغه ایالت مصیبت ځبلو خلکو سره وکتل او ډاډ ېې ورکړ چې مرکزي حکومت به ورسره د یوې اوږدی مودې پوري خپلی مرستې جاري وساتي. کله چې اوباما په سمندري طوپان کې خرابې شوې سیمې لیدلی نو په هلیکوپټر کی ورسره دنیو جرسی والی کرس کرېسټی هم ملگری و.

اوباما د هغو خلکو سره خپله خواخوږي وښودله چې خپل خپلوان یې په طوپان کی مړه شوی دي. آوباما په خپله وېنا کې داسي وویل،، مونږ له تاسې سره یو ځای ولاړ یوو. مونږ به په دی اړه خپل پوره باور او یقین هغه مهال حاصل کړو چې تاسو ته ټولې ضروري مرستې په خپل وخت ورسېږي. تر څو پوري چې تاسو خپل کورونه بېرته اباد کړی نه وی تر هغې پوری به مونږ درسره ولاړ یوو.،،

ولسشمر اوباما وویل چې په امریکې کې د بریښنا د رسولو ټولو شرکتونو ورسره ژمنه کړې ده چې د نیو جرسي په شمول په هغو ټولو سیمو کې به د خلکو لپاره برېښنا بېرته راولي چې په طوپان کی یې له لاسه ورکړې.

اوباما د امریکې د فدرالي حکومت دعاجلو مرستو د ادارې او نورو دولتی آرگانونو له دې آمله ډېره ستاېنه وکړه چې په پوره چټکتېا او کفاېت ېې مصېب ځبلو خلکو ته لازمی مرستی ور ورسولې.

د نېو جرسي جمهوري غوښتونکی والی چې پخوا د ښاغلی اوباما یو ستر سېاسی مخالف و، پرون یې د جمهور رېس ډېر تعریف وکړ او نیوجرسی ته یې د هغه د راتگ او خلکو سره د لیدلو قدرداني وکړه. اوباما دټولو خلکو سره روغبړ وکړ.

په امریکې کې دسینډي نامه په سمندري طوپان کی ۴٥ کسان مړه شوي دي او تېره هفته یې د کارابین په ټاپوگانو کې ٦٥ کسان وژلي وو. په نیویارک اوکانیکټیکټ اېالتونو کې اوس هم په لس گونه زره خلک بریښنا او پاکې اوبه نه لري او د نیویارک د ښار د ځمکې لاندې د اورګاډو تونلونه د اوبو نه ډک دي. د سیلاب د تاوان له آمله د نیویارک دوهم لوي هوايي ډګر، لوگارډېا ،تړل شوی دی ځکه چې ډېری اوبه په کی ولاړی دي.
XS
SM
MD
LG