د لاس رسي وړ اتصالات

د سنګین مرکز د افغان ځواکونو په لاس کې دی


د تیرې یوې اونۍ راهیسې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د تیرې یوې اونۍ راهیسې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي چې د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ په روانو جګړو کې یې تیره شپه د ملاناصر په نوم د طالبانو یو مهم قوماندان د پنځوسو نورو وسله والو سره وژلی دی.

ښاغلي صدیقي امریکا غږ ته وویل چې په سنگین لا هم جګړه دوام لري. هغه زیاته کړه " عملیات د سنګین په دریو خواو ترسره شول، دښمن ته درانه تلفات رسیدلي، د ملا ناصر په نوم د طالبانو نظامي امر چې ملا اختر ته نږدې سړی وو، د پنځوسو نورو وسله والو سره له منځه تللی دی ".

ښاغلی صدیقي وایي تیره شپه د سنګین په ولسوالۍ کې کلابندو امنیتي ځواکونو ته اکملات هم رسول شوي دي او هم دغې ولسوالۍ ته اضافي ځواکونه هم رسیدلي دي.

د هلمند ځايي چارواکو امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې دا منلې چې تیره ورځ دوه بجې ددغه ولایت د سنګین ولسوالۍ مرکز د یو څه وخت لپاره د مخالفو وسله والو لاس ته ورغلی و خو بیا وروسته افغان امنیتي ځواکونو دا مرکز بیرته ونیوه.

د چهارشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په بشپړه توګه د سنګین د ولسوالۍ د مرکز د نیولو ادعا کړې وه.

په سنگین ولسوالۍ کې د امریکایي الوتکو بمبارد

د ۲۱۵ میوند قول اردو د دوهمي لوا قومندان جنرال عبدالودود نجرابي امریکاغږ اشنا راډیو ته وويل چې د سنګین ولسوالۍ تر سختې جګړې وروسته اوس هم د افغان ځواکونو په لاس کې ده.

دا په داسې حال کې دي چې د رویترز د خبري اژانس د رپوټ له مخې امریکایي هوایي ځواک تیره ورځ په سنگین ولسوالۍ کې دوه ځلې د دولت پر مخالفینو بریدونه کړي دي.

په کابل کې د ناتو مرکزي دفتر د پوځي الوتکو بریدونه تائید کړي دي. د امریکایي ځواکونو ډگروال میکل لوهورن وایي "د امریکا د هوایي ځواک الوتکو په سنگین کې د دسمبر پر ٢٣ دوه ځلې پر مخالفینو بریدونه کړي دي."

په همدې اونۍ کې د ناتو پوځي سلاکاران د یو برتانوي پوځي واحد سره یوځای د هلمند ولایت ته استول شوي دي، خو چارواکي وایي چې دغه پوځیان یواځې مشورتي ماموریت ترسره کوي.

جنرال نجرابي هم وایي چې تیره شپه د هوايي بمباریو په ترڅ کې په سنګین ولسوالۍ کې ۴۵ تنه مخالف وسله وال وژل شوي او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د هلمند مرستیال والي محمد جان رسولیار امریکا غږاشنا رادیو ته وويل چې د چهار شنبې په ورځ په سنګین کې سخته جګړه وه ، یوځل وسله والو برید کونکو دا ولسوالۍ تر خپلي ولکې لاندې را وستله خو افغان امنیتي ځواکونو له څو ساعتو وروسته دا ولسوالۍ بیرته ونیوله .

ده زیاته کړه چې د سنګین په جګړه کې افغان ځواکونو ته هم د سر زیان رسیدلی چې دقیق شمیر يې لاهم معلوم نه دی.

خو هغه وویل چې د هلمند د امنیې او سیمه ييزو پوليسو ۱۶ تنه ټپيان سرتیري یې د ښوراب پوځي اډې ته د درملنې لپاره وړل شوي شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا ریس محمد کریم اتل امریکاږغ اشنا رادیو ته وويل چي په سنګین کې لاهم وضعیت ناسم دی او دولسوالۍ د تاسیساتو یوې خواته حکومتي قواوو او په بله خوا کې يې وسله وال برید کونکي یو بل ته په مور چو کې ناست دي .

ده زیاته کړه چي لاهم د ځمکې له لارې سنګین ولسوالۍ ته تازه دمې او اضافي قواوي ندي ور رسیدلي او خاصو قطعاتو د هوا له لارې په څو ځایونو کې عملیات کړي او بیرته له سیمي څخه وتلي دي.

وسله والو طالبانو د سنګین د نن ورځې د حالت په اړه رسنیو ته کومه تبصره نده کړې.

سنګین د هلمند په شمال کې د کندهار له غورک او اروزګان له دهراود ولسوالیو سره ګډه پوله لري چي له تیرو دوو اونیو راهیسې په کې سختې جګړې روانې دي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG