د لاس رسي وړ اتصالات

په بامیان کې د سارک سازمان د فلمونو لومړنی فیستیوال


په فیستیوال کې د نیپال، بنگلادیش، هند، فنلند، بوتان، مالدیف، سریلانکا او افغانستان سینمایي فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي.
په فیستیوال کې د نیپال، بنگلادیش، هند، فنلند، بوتان، مالدیف، سریلانکا او افغانستان سینمایي فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي.

د سارک د سازمان د غړو هیوادونو د فلمونو د نندارې لومړنی جشن د بامیان په ولایت کې پرانستل شو

په دې هنري جشن کې د سارک سازمان د اتو غړو هیوادونو څخه ٣٠ فلمونه نندارې ته وړاندې کیږي چې په اتو ورځو کې به یې مینه وال وویني.

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ د ادارې مسؤلین وایي چې په دې فلمونو کې تر ډیره حده د سارک سازمان د غړو هیوادونو لرغونی دود دستور انځور شوی دی.

د بامیان ولایت د اطلاعاتو او فرهنگ د ادراې رئیس کبیردادرس د امریکا غږ ته وویل " دا دیرش فلمونه چې د اتو ورځو په ترڅ کې به د سارک د هنري کمپ په سالون کې نندارې ته وړاندې شي د سارک هیوادونو د رسم او رواج څرگندوی دي چې ددې جشن یو ډیر مهم پروگرام د وریښمو لار او سارک نومیږي."

د کلتوري چارو فعالین او د بامیان سیمه ییز مسؤلین ددې فلمونو ننداره د سارک د غړو هیوادونو ترمنځ د فرهنگي روابطو د غښتلتیا لپاره مهمه گڼي.

دا فلمونه د نیپال، بنگلادیش، هند، فنلند، بوتان، مالدیف، سریلانکا اوافغانستان څخه دي چې د سینمایي فلمونو د شاو خوا ٣٠ تنو پرودیوسرانو او دایرکترانو برابر کړي دي.

د بامیان ولایت د فرهنگي چارو یو فعال الیاس طاهری وایي ددې فلمونو ننداره به د سارک د غړو هیوادونو په هنري کار او د په هنري تبادلې باندې مثبت اثر ولري.

په روان میلادي کال کې بامیان د سارک یا د آسیا د جنوب د همکارۍ د سازمان له لورې ددې سازمان د لومړني فرهنگي پایتخت په توگه اعلان شو.

ددې ولایت سیمه ییز مسئولین وایي د سارک دوهم فرهنگي او هنري جشن د روان کال د سنبلې په دوهمه د بامیان ولایت په مرکز کې جوړیږي.

د روان جشن فلمونه چې ننداره یې له یو ساعت څخه تر دوه نیم ساعتو پورې دوام کوي د سازمان د غړو هیوادونو یو لړ موجودو چلنجونو ته هم اشاره شوی ده. د مثال په توگه د افغان فلم جوړونکي صدیق برمک په یو فلم کې د افغاني ځوانانو ستونزې په افغانستان کې په مخدره توکو باندې روږدیتوب انځور شوی دی.

افغان فلم جوړونکي ددې فلمونو په نندارې باندې خوشاله دي او وایي چې دا به د افغان فلم جوړونکو د هڅونې سبب شي.

په دې جشن کې د سارک د غړو هیوادونو د فلمونو د فیستیوال تر څنگ ددې هیوادونو د محلي خواړو د ننداره او څه کم لس نور فرهنگي او کلتوري پروگرامونه هم ترسره کیږي.

XS
SM
MD
LG