د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه: له افغانستان څخه خپل څلورمه برخه عسکر باسو


فرانسه: له افغانستان څخه خپل څلورمه برخه عسکر باسو

فرانسه: له افغانستان څخه خپل څلورمه برخه عسکر باسو

فرانسه وایي پلان لري چی د دوه زره دولسم کال تر پایه پورې په افغانستان کې د خپلو میشتو سرتیرو څلورمه برخه له دغه هیواد څخه وباسي.

د فرانسې جمهور رئیس نیکولاس سرکوزي دا خبره نن افغانستان ته خپل د ناڅاپه سفر په ترڅ کې وکړه.

هغه وویل چی زر فرانسوی سرتیري به د بل کال تر پایه پورې افغانستان پریږدي او زیاته یې کړه چی پاتې درې زره نور به د هغه هیواد په ختیځ، د کاپیسا په ولایت کې میشت وي.

ښاغلی سرکوزی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې یوه ورځ مخکې یو فرانسوي سرتیری د خپل ملګري په لاس اشتباها ووژل شو.

د ۲۰۰۱ کال نه پدې خوا په افغانستان کې ۶۴ فرانسوي عسکر وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG