د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز: مونږ هڅه کوو چې د سولې خبرې پیل شي


یو لوړ رتبه پاکستانی چارواکی وایي چې اسلام آباد هڅه کوي چې د طالبانو سره د سولې خبرې پیل کړي.

د پاکستان د ملي امنیت او د خارجي اړیکو د چارو خاص سلاکار سرتاج عزیز وایي چې اسلام آباد کوشش کوي چې د سولې خبرې پیل شي ځکه چې با ثباته افغانستان د پاکستان په خیر دی.

خو ښاغلي عزیز، د یکشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د سولې هر ډول مزاکرات باید د افغانانو ترمنځ او د افغانانو په رهبرۍ وشي.

سرتاج عزیر په یو ورځنی سفر افغانستان ته تللی دی.

د یادونې وړ ده چې سولې خبرې لا نه دي پیل شوي او طالبانو تیره میاشت په قطر کې خپل سیاسی دفتر د هغه جنجال نه وروسته په موقتی ډول وتړی چې د دوي په دفتر باندې د اسلامي امارت د لوحې او د بیرغ له امله جوړ شو.

امریکا او پاکستان دواړه په گډه کار کوي چې دا خبرې شروع شي.
XS
SM
MD
LG