د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز: طالبان په زور بیا واک ته نشي رسیدای


په بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز ویلي دي چې د پاکستان په باور طالبان په زور او ځواک په افغانستان کې واک نشي تر لاسهکولای، نو هغوی ته په کار دي چې په سیاسي بهیر کې داخل شي.

ښاغلي عزیز ویلي دي چې دوي تیار دي چې د افغانستان د دولت او وسله والو افغان طالبانو ترمنځ خبرو کې مرسته وکړي.

سرتاج عزیز وايي طالبانو سره د سولې د خبرو فیصله به افغان دولت پخپله کوي. هغه دا هم ویلي چې طالبان باید راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي
سرتاج عزیز وايي طالبانو سره د سولې د خبرو فیصله به افغان دولت پخپله کوي. هغه دا هم ویلي چې طالبان باید راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي

خو ښاغلي عزیز دا ونه ویل چې دوي به دا مرسته څنگه کوي او دا ېې هم رد کړه چې گني دوي په افغان طالبانو کوم نفوذ لري. هغه د طالبانو د مشر ملا عمر د ادرس په اړه هم ناخبري وښوده.

ښاغلي سرتاج عزیز د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې ویلي چې چین وړاندیز کړیدی چې د افغانستان د دولت او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو کوربه شي.

ښاغلي سرتاج د پاکستان د یو شخصي تلویزوني چینل سره مرکه کې ویلي دي چې طالبانو سره د سولې د خبرو فیصله به افغان دولت پخپله کوي. هغه دا هم ویلي چې طالبان باید راتلونکو انتخاباتو کې برخه واخلي.

دغه مرکه کې د پاکستان د صدراعظم سلا کار دا هم ویلي دي چې دوي داسې باور لري چې طالبان بیا د زور له لارې واک ته نشي رسیدلی نو بهتره به دا وي چې سیاسي بهیر کې ورگډ شي.

خو د امریکا غږ آشنا راډیو سره مرکه کې چې کله د ښاغلي سرتاج عزیز نه دا پوښتنه وشوه چې افغان دولت دا تور لگوي چې پاکستان کې میشت افغان طالب مشران چې کله هم د دوی سره د سولې د خبرو دپاره را مخکې کیږي، نو د پاکستان حکومت ېې نیسي.

ښاغلي عزیز د لنډ ځواب په توگه په غبرگون کې وویل چې دا خبرې اوس زړې شویدي.

هغه د چین لخوا د سولې د خبرو د کوربتوب هرکلی وکړو او د پاکستان دا دریځ ېې بیا تکرار کړو چې پاکستان افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او په دې لړ کې د هر ډول همکارۍ لپاره تیار دی.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG