د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د تهران او ریاض د کړکیچ له کبله ژوره اندیښنه لري


افغانستان، د ایران او عربستان حکومتونه د خبرو له لارې د ستونزې حل ته هڅولي دي.
افغانستان، د ایران او عربستان حکومتونه د خبرو له لارې د ستونزې حل ته هڅولي دي.

د افغانستان حکومت د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمنځ په رامنځ ته شوي کړکیچ د ژور خپگان ښودلی او دواړه هیوادونه یې د خبرو له لارې د خپل منځي اختلافونو حل کولو ته هڅولي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د تهران او ریاض ترمنځ په اړیکو کې د کړکیچ رامنځ ته کیدل ددې دواړو هیوادونو، سیمې او نړۍ په گټه نه دی.

د عربستان د حکومت له لورې د هغه هیواد د روحاني شیعه مذهبه شیخ نمر باقر النمر، اعدام د ایراني مشرانو سخت غبرگون راوپاروه، تر هغې چې په غوصه شویو مظاهره کوونکو په تهران کې د سعودي عربستان پر سفارت او په مشهد کې د هغه هیواد په کنسلگرۍ بریدونه وکړل.

د افغانستان جمهوري ریاست د بهرنیو دیپلوماتیکو ماموریتونو د امنیت د ساتلو په اړوند د کوربه هیوادونو مکلفیت ته په اشارې ویلي دي چې په ایران کې د سعودي عربستان په سفارت او کنسلگرۍ باندې بریدونه د دیپلوماتیکو چارو په هکله د ویانا د کنوانسیون او نورو نړیوالو نورمونو سره مخالف کار دی.

د سعودي عربستان زیات شمیر عربي متحد هیوادونو د تهران او ریاض ترمنځد کړکیچ له رامنځ ته کیدو وروسته د ایران سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې وشلولې. خو پاکستان د عربستان د یو پخواني متحد په توگه افغانستان ته ورته موقف خپل کړی دی او دواړه هیوادونه یې د مسلې د حل لپاره د سوله ییزو لارو چارو غوره کولو ته هڅولي دي.

XS
SM
MD
LG